• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت او د افغانستان بانک تر منځ د همکاریو ټینگښت په موخه د ناستې ترسره کېدل

    3 قوس 1401
    ۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۳ لیندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معنیت کفیل او د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد “معراج” په ریاست او د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست، د گمرکونو لوی ریاست، د خزائنو لوی ریاست مسؤلینو په گډون د عوایدو لوی ریاست د مقام په کاري دفتر کې د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معینیت د (سېگټاس او اسیکوډا) مالياتي او گمرکي عایداتي سیسټمونو او د افغانستان بانک (سی بي اېس) بانکي سیسټم کې د عوایدي شمېرو د یوشانوالي په برخې کې د همکاریو د ټینگښت او د اړوند چارو د لا ښه‌والي په موخه ناسته ترسره شوه.