• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه وکړه

    2 قوس 1401
    ۲۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۲ لیندۍ ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه د دغه رياست د لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې د اړوندو رياستونو د رئيسانو او آمرينو په برخې اخيستو د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    په دې غونډې کې پر:
    ۱. د تېرې غونډې مينوټ ته کتنه؛
    ۲. د عوايدي پلان د تحقق په اړوند راپور؛
    ۳. په سيسټم کې د ارقامو د تنظيم له پاره د اړوندو رياستونو د چارو او کړنو له پرمختگ څخه د ډاډېينې د تر لاسه کولو له پاره د رياستونو د (KPI) اړوند گزارش؛
    ۴. د عوایدو محترمې رهبرۍ د ۱۴۴۴/۴/۱۴ نېټې د لسمې شمېرې ناستې (۱-۲) لومړۍ برخې موضوع لارښود پر بنسټ، د ولایتي عوایدو اړوند د چارواکيو له پاره د راپورونو او قطعیو برخو کې د سیسټم د پلي کېدو په اړه د راپور ورکولو او قطعیو محترم آمریت د زده کړو عملیاتي پلان؛
    ۵. د عوایدو لوی ریاست محترمې رهبرۍ د ۱۴۴۴/۴/۲۱ نېټې د یوولسمې شمېرې ناستې (۱-۶) موضوعاتو او لارښوونې او ۱۴۴۴/۴/۱۴ نېټې د لسمې شمېرې ناستې (۱-۴) موضوعاتو د لارښوونو پر بنسټ د ۱۴۰۲ لمريز کال د عوایدو لوی ریاست د تشکیلاتي طرحې وړاندې کېدل؛
    ۶. د ریاستونو له خوا د وړاندې شوې تشکیلاتي طرحې په اړه بحث او د تشکیل کمېټې کار؛
    ۷. د ولایتي سفرونو طرحه؛
    ۸. د اصنافو کاغذي او برېښنايي اظهارلیکونه؛
    باندې بحثونه، د نظرونو تبادله او پرېکړې وشوې او د عوايدو لوی رياست له لوري د فوق الذکر موضوعاتو په اړه اړينې لارښوونې وشوې.