• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    ترکيې هېواد ته د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د استازيو سفر

    17 عقرب 1401
    ۱۱ ربيع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۵ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    دغه سفر چې د اسلامي هېوادونو د مالياتي سازمانونو ټولنې (ATAIC) له لوري د مالياتي ادارو د برېښنايي حل لارو د دويم ورکشاپ په موخه ترتيب شوی ؤ، برخوالو هېوادونو په کې د خپلو مالياتي نظامونو په اړوند له يو او بل سره خپلې تجربې او مشورې تبادله کړې.
    د مالياتي ادارو د برېښنايي حل لارو دغه ورکشاپ چې د ترکيې هېواد د انقرې ښار د اقتصادي پراختيا او همکارۍ سازمان (OECD) په دفتر کې جوړ شوی ؤ، د افغانستان په استازولۍ په کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج او د دغه رياست د عوايدو د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو رئيس ښاغلي ندا محمد صديقي برخه اخيستې وه چې تر څنگ يې د ترکيې، سوډان، ماليزيا، قطر، سېراليون او ايران هېوادونو استازي هم وو.
    د ورکشاپ پر لومړۍ ورځې (د ۲۰۲۲ زېږديز کال د نومبر مياشتې پر لومړۍ نېټې) د ترکيې هېواد د مالیاتي ادارې د استازيو له خوا د پيل خبرې وشوې او بیا د دغه هېواد د مالیاتي نظام په اړه د دې هېواد د مالیاتي ادارې استازيو پرلپسې معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او په پای کې د گډونوالو هراړخیزو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
    د ورکشاپ پر دويمې ورځې (د ۲۰۲۲ زېږديز کال د نومبر مياشتې پر دويمې نېټې) بيا د گډونوالو هېوادونو د استازيو له لوري په ترتیب سره سوډان، ایران، مالیزیا، افغانستان او سېرالیون د خپلو هېوادونو د مالیاتي نظامونو په اړوند معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې کړی شول، د یو او بل پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او هم يې له یو او بل سره د خپلو هېوادونو تجربې او مشورې شریکې کړې.
    د افغانستان په معلوماتي پرېزنټېشن کې د افغانستان د اوسني اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حالت په اړه هم یادونه شوې وه چې وروسته د گډونوالو هراړخیزو پوښتنو ته د واقعيتونو په رڼا کې قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او گډونوالو چې د لوېديزو رسنیو له راپورونو څخه متأثره شوي وو، ډېر خوښ او خوشحال شول.
    په دغه ارزښتناک ورکشاپ کې په برخې اخيستلو سره افغانستان گڼې لاسته راوړنې تر لاسه کړې چې د اسلامي هېوادونو د مالياتي سازمانونو ټولنې له مرستيال او غړيو سره پېژندنه، د دغې ټولنې د ظرفيت لوړونې په پروگرامونو کې د افغانستان د مالياتي ادارو کارکوونکيو ته د گډون زمينه برابرول، عشر او زکات ته د ټولنې د غړيو پام رااړول (چې افغانستان يې په اړه واضحه طرحه جوړه کړې ده)، د ټولنې مرستيال او غړيو ته په افغانستان کې د يوې غونډې د جوړېدو بلنه ورکول او د هغوی له لوري هم په خوښۍ سره منل، له ترکيې سره د مضاعفې ماليې اخيستلو (Double Taxation) د مخنيوي په اړه بيا يادونه او د هغوی له لوري د چمتووالي ښوول، د فوق الذکر اسلامي هېوادونو له مالياتي تجربو او مشورو څخه برخمن کېدل او هغوی ته د افغانستان د اوسني ټوليز حالت او په ځانگړي ډول د مالياتي نظام په اړه مثبت انځور وړاندې کول يې د بېلگې په ډول يادولی شو.
    د اسلامي هېوادونو د مالياتي سازمانونو ټولنه (Association of Tax Authorities of Islamic Countries) يوه نړيواله ټولنه ده چې د ۲۰۰۳ زېږديز کال د اکټوبر مياشتې پر پنځلسمې نېټې په ماليزيا هېواد کې تأسيس شوې ده او موخه يې دا ده چې د غړيو هېوادونو له پاره د مالياتي ادارو په داخلي چوکاټ کې پر ريفورمونو باندې د بحثونو زمينه برابره کړي.