• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس د کسبگرو او هټيوالو خونې له رهبري پلاوي سره غونډه وکړه

    11 عقرب 1401
    ۷ ربيع‌الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۱۱ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    د عوايدو لوی رياست د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي انجينر عبدالله حيدري د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو خونې له رهبري پلاوي سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وکړه.
    په دې غونډې کې د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو خونې رئيس ښاغلي محمد نادر قرغه‌يي د دغې خونې د ټولو غړيو په استازولۍ خبرې وکړې او د هرکلي ويلو او د ماليې وزارت له لوري له (1.5) سلنې څخه (0.5) سلنې ته د اصنافو د مالياتي نورم د تنزيل په اړوند د مننې د څرگندولو تر څنگ يې د دغې خونې نظرونه او وړانديزونه د عوايدو لوی رياست د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي انجينر عبدالله حيدري ته سره شريک کړل.
    ورپسې ښاغلي حيدري د دغې خونې د نورو غړيو خبرې هم واورېدې او د هغوی د خبرو په اړوند يې وويل: د اسانتياؤ برابرول او د خلکو او په ځانگړي ډول د ښاغليو اصنافو (کسبگرو او هټيوالو) غوښتنو ته درناوی کول زموږ له دندو او مسؤليتونو څخه گڼل کېږي؛ د اصنافو د مالياتي نورم له تقليل څخه زموږ موخه زموږ له خلکو سره مرسته او لاسنيوی، د حقيقي ماليې تشخيص او د روڼوالي تأمينول دي. ټينگار کوم چې د مالياتو تثبيت او درجه بندي د معيارونو پر بنسټ ترسره کېږي، اجازه نه شته چې زموږ پر خلکو او يا د بيت‌المال پر حق باندې دې ظلم وشي؛ په همدې ډول ښاغلي اصناف بايد د دغه ملي بهير د کاميابۍ له پاره د همکارۍ په برخې کې پر خپلې ژمنې عمل وکړي.
    بيا د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال او د گمرکونو او عوايدو معينيت کفيل ښاغلي عبدالولي نوري د تصميم نيونې له پاره د وخت د ضياع د مخنيوي په برخې کې دغې غونډې ته د گډون په موخه راوبلل شو، گډونوالو ته د پام وړ لارښوونې وکړې او د اصنافو د بېلابېلو ستونزو د حل له پاره وړ پرېکړې وشوې.