• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۱۴۰۱ کال د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د بهير د شکايتونو اورېدلو او ساحوي نظارت کمېټې غونډه

    5 عقرب 1401

    ۱ ربيع الثاني ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۵ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    د ۱۴۰۱ کال د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د بهير د شکايتونو اورېدلو او ساحوي نظارت کمېټې غونډه د عوايدو لوی رياست اړوند د تنفيذ او مالياتي اطاعت پذيرۍ رئيس ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني تر رياست لاندې د دغې کمېټې د نورو مسؤلينو او غړيو په گډون کولو سره جوړه او ترسره شوه.
    په دې غونډې کې د دغې کمېټې له لوري د ترسره شويو فعاليتونو پر ارزولو او غور کولو سربېره پر اړوند کاري پلان او د هغه د سم تطبيق پر مېتود باندې بحث او د نظرونو تبادله شوه او وړانديزونه مطرح شول.