• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ اوونيزه غونډه جوړه او ترسره شوه

    5 عقرب 1401
    ۳۰ ربیع الاول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۴ لړم ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی د رهبرۍ پلاوي اوونيزه غونډه د دغه رياست د لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې او د اړوندو برخو د رئيسانو او آمرينو په برخې اخيستو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    په دې غونډې کې:
    ۱. د مخکېنۍ غونډې د مينوټ کتنه؛
    ۲. د عوايدو پلان د تحقق په اړوند گزارش؛
    ۳. په سيسټم کې د ارقامو د تنظيم له پاره د اړوندو رياستونو د چارو او کړنو له پرمختگ څخه د ډاډېينې د تر لاسه کولو له پاره د رياستونو د (KPI) اړوند گزارش؛
    ۴. د عوايدي کسر څخه د وتلو په اړوند د پرېزنټېشن وړاندې او همدا راز د عوايدو لوی رياست د رهبري پلاوي د ۱۴۴۴/۰۳/۲۰ نېټې د (۸) گڼې غونډې د لومړنۍ موضوع د پرېکړې پر بنسټ د ټاکليو عوايدي اهدافو د تر لاسه کولو له پاره وړانديزونه؛
    ۵. په سيسټم کې د (0.5) سلنې نوي نورم پر بنسټ د اصنافو له دقيق ثبت څخه د ډاډېينې د تر لاسه کولو په برخې کې د ۱۴۰۱ کال د اصنافو د مالياتو د تثبيت او درجه بندۍ د بهير په اړه د رهبري پلاوي د ۱۴۴۴/۰۳/۲۰ نېټې د (۸) گڼې غونډې د څلورمې موضوع د پرېکړې پر بنسټ د هېواد په پلازمېنې او ولايتونو کې د (0.5) سلنې نوي نورم پر بنسټ په سيسټم کې د اصنافو د ثبت شويو ارقامو په اړوند د گزارش وړاندې کول؛
    ۶. د قطعيې او عوايدو په گزارشونو کې د سيسټم تنظيم؛
    ۷. د عوايدو لوی رياست د رهبري پلاوي د ۱۴۴۴/۰۳/۱۶ نېټې د (۷) گڼې غونډې د اوومې موضوع د لارښوونې له مخه د باقياتو د موضوع د پلټونکې کمېټې گزارش او د تصويب له پاره غونډې ته د کمېټې د طرحې وړاندې کول؛
    ۸. د مالياتي محاسبينو مديريت کې د خصوصي شرکتونو د استازيو ثبت او هغوی ته کارتونه ورکول؛
    ۹. د غيرمالياتي عوايدو رياست د مقررې د مسوې په اړه د تېرې اداري غونډې د لارښوونو د تطبيق گزارش؛
    موضوعاتو باندې بحث، د نظرونو تبادله او ځيرنه ترسره شول او د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري د پورتنيو موضوعاتو په اړه اړينې لارښوونې وکړې.