د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ له اصنافو سره د عوايدو لوی رياست د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ليدنه
4 عقرب 1401
۲۹ ربیعالاول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۳ لړم ۱۴۰۱ لمريز
د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي انجينر عبدالله حيدري د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د عوايدو لوی مديريت د اړوندو د څارنې او بررسۍ تر څنگ د دغې ولسوالۍ په بازار کې له بېلابېلو اصنافو سره هم ليدنه ترسره کړه.