• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ۱۴۰۱ کال د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د بهير د شکايتونو د اورېدو او ساحوي نظارت کمېټې کاري غونډه

    2 عقرب 1401
    ۲ لړم ۱۴۰۱ لمريز/ ۲۸ ربيع‌الاول ۱۴۴۴ سپوږميز
    نن (دوشنبې) پر سهار د ۱۴۰۱ کال د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د بهير د شکايتونو د اورېدو او ساحوي نظارت کمېټې کاري غونډه د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې او د دغې کمېټې د رئيس ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني او نورو غړيو په گډون کولو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه او ترسره شوه.
    په دې غونډې کې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج وويل: «د اصنافو (هټيوالو او کسبگرو) د ماليې د تثبيت او درجه بهير په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې زموږ د گومارلي کاري ټولگي (ټيم) د سلگونو کارکوونکيو له لوري روان دی، له همدې امله اړينه ده چې په بېلابېلو سيمو کې نظارت په داسې ډول ترسره شي چې د دغې او نورو مسئلو ته ځواب ووايي چې آيا د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د بهير اړوندې چارې له ټاکليو معيارونو سره مطابقې دي او د قانون له مخه تطبيق کېږي؟ ځکه چې د درجه بندۍ څرنگوالی د زيات ارزښت لرونکی دی او د دغې چارې تضمين د دغې کمېټې په دندو او مسؤليتونو کې راځي.»
    ورپسې د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ له لوري د دغې کمېټې ښاغليو غړيو ته اړينې لارښوونې وکړې.