• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت ليدنه ترسره کړه

    27 میزان 1401
    ۲۷ تله ۱۴۰۱ لمريز/ ۲۳ ربيع‌الاول ۱۴۴۴ سپوږميز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د نن (چارشنبې) د کاري وخت په لومړيو کې د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت ليدنه ترسره کړه او د دغه شرکت له رئيس ښاغلي ډاکټر محمد خالد مروان او نورو مسؤلينو سره يې د دغه شرکت د اړوندو چارو پر لا پراختيا او د پرمختيا پر څرنگوالي باندې بحث او د نظريو تبادله وکړه.
    په پيل کې د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت رئيس او مسؤلينو د دغه شرکت د اړوندو چارو د بېلابېلو اړخونو، پرمختياؤ او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او خپل وړانديزونه او اړتياوې يې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ته وړاندې کړې.
    ورپسې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د دغه رياست د غيرمالياتي عوايدو رياست رياست ته دنده ورکړه چې د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت له مسؤلينو په گډه او همکارۍ د دغه شرکت د اړينو اړتياؤ د سنجش او حل يا لېرې کولو له پاره په گډه کار وکړي.
    کومه ارزونه چې ترسره شوه، د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د بشري، مديريتي او تخنيکي سرچينو د لوړې وړتيا لرونکی دی، مگر پر دې هر څه سربېره هم د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج ټينگار وکړ چې د دغه شرکت ماشينونه او وړتيا بايد نور هم لوړ شي چې د چاپ په برخې کې بنسټيزې چارې ترسره شي او د ملي اړتيا وړ اسنادو د چاپ په برخې زموږ گران افغانستان د نورو له اړمنۍ څخه وژغورل شي.
    ښاغلي معراج زياته کړه: د دغه شرکت تخنيکي لوړتيا او پرمختگ نه يوازې دا چې د هېواد د غيرمالياتي عوايدو د زياتوالي لامل کېږي، بلکې زموږ د دولتي اسنادو د امنيت د خونديينې او د معنوي ارزښت د زياتوالي لامل هم کېږي.
    په دې ليدنې کې بحث وشو چې څه ډول زموږ ملي ارزښتمن هؤيتي اسناد په هېواد کې دننه په لوړ معيار او خوندي ډول سره چاپ او چمتو کړو.
    د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت مسؤلينو د عوايدو لوی رئيس د راتگ د هرکلي تر څنگ وويل: موږ پوهېږو، هغه ادارې چې د هېواد د عوايدو د زياتوالي لامل کېږي، د عوايدو لوی رياست له لوري يې هم ملاتړ او هم يې ستاينه کېږي.
    د ليدنې پر مهال د دغه شرکت بېلابېلې فني څانگې هم وليدل شوې او د هغو د کموتتياؤ د لېرې کولو په برخې کې له اړوندو څانگو سره په همغږۍ اړين تصاميم ونيول شول.