• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې له استازيو سره غونډه وکړه

    26 میزان 1401
    ۲۶ تله ۱۴۰۱ لمريز/ ۲۲ ربيع‌الاول ۱۴۴۴ سپوږميز
    هغه غونډه چې د عوايدو لوی رياست د مقام په دفتر کې جوړه شوې وه، د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې له استازيو سره غونډه وکړه او د سوداگرو او پانگوالو پر مالياتي مسئلو باندې هراړخيز بحث ترسره شو.
    د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې استازيو چې په سر کې يې د دغې خونې د مديره پلاوي لومړی مرستيال ښاغلی محمد يونس مومند ؤ، په خپلو خبرو کې وويل چې الحمد لله په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت رامينځته شوی دی او که موږ چېرې کومې مالياتي مسئلو ولرو، نو کوښښ به مو دا وي چې دغه ستونزې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست سره له نږدې څخه حل و فصل کړو.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې وويل: د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست دروازه نه يوازې ستاسې پر مخ، بلکې د هغو کوچنيو ماليه ورکوونکيو دوکاندارانو پر مخ هم د تل له پاره پرانستې ده او دلته به تل ستاسې غږ اورېدل کېږي او د حل له پاره به يې اقدام کېږي.
    ښاغلي معراج زياته کړه: موږ د ماليه ورکوونکيو د اسانتيا له پاره گڼې اسانتياوې او برېښنايي سيسټمونه رامينځته کړي دي چې له امله يې دوی له کور او دفتر څخه خپل مالياتي اسناد مالياتي ادارې ته رااستولی شي او په راتلونکي کې به نورې اسانتياوې هم رامينځته کوو.
    د يادونې وړ ده چې د دغې غونډې پر مهال د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال ښاغلی عبدالولي نوري، د عوايدو د بررسۍ رئيس ښاغلی عصمت الله سليمي، ملي سوداگر او د افغانستان د سوداگرۍ او پانگونې خونې د مديره پلاوي غړی ښاغلی خانجان الکوزی او د ننگرهار د سوداگرۍ او پانگونې خونې رئيس ښاغلی گل مراد عرب او ورسره نور استازي حاضر وو.