• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    عبدالقيوم نصير

    د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رئيس
    عبدالقيوم نصير د سليم الله زوی پر ۱۳۷۰ لمريز کال د بدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ د قطاربيد کلي په يوې متدينې کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د کلي له امام او خپل نيکه ملا محمد يعقوب رحمه الله څخه حاصلې او زده کړې دي.
    ښاغلي نصير د ښوونځي لومړنۍ دوره د قطاربيد په لېسې او د لېسې دوره يې د وخنيده په لېسې بشپړه کړې ده. هغه پر ۱۳۸۶ لمريز کال د کانکور ازموينه ورکړه او د تخار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ته کامياب شو او پر ۱۳۹۰ لمريز کال يې د همدې پوهنتون له دري څانگې څخه په درېيمه نومره فارغ التحصيل شو.
    نوموړي ديني علوم تر دويمې درجې پورې له خپل ستانه پلار څخه زده کړي دي او پر ۱۳۸۱ لمريز د اشتتوک مدرسې ته ولاړ او په متفرق ډول يې خپل ديني درسونه له سترو استادانو مولوي عبدالرحمن، مولوي صدرالدين او په وروستيو څلورو کې يې د گران استاد مولوي عبدالغفور حباب رحمه الله د شاگردۍ شرف هم تر لاسه کړی دی.
    ښاغلي نصير د تخار پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت له کتار سره يو ځای شو او د پوهنتون د فراغت له مهال څخه د مزدور دولت د سقوط تر وروستۍ ورځې پورې د افغانستان اسلامي امارت د غړيتوب شرف درلود او د نظامي، فرهنگي (د مقالو ليکلو او د جهادي فلمونو د جوړولو) اونورو بېلابېلو برخو کې يې د الله عزوجل په توفيق او مرستې سره خدمت ترسره کړی دی.
    عبدالقيوم نصير د جهادي خدمتونو په بهير کې د خپلو ديني علومو زده کړه هم وغځوله او د تاج آباد دارالعلوم او حبيبيه دارالعلوم په مدرسو کې يې له بېلابېلو استادانو څخه د کوچنۍ دورې د کتابونو زده کړه ترسره کړه.
    نوموړي په عصري علومو کې هم عبور لري؛ هغه د کمپيوټر مختلف پروگرامونه لکه د آفېس پروگرامونه او د ډيزاين پروگرامونه زده کړي دي او په مناسبو وختونو کې يې مجاهدينو ته هم ورښوولي دي. سربېره پر دې يې د (IRC) د نصاب د کورسونو انگرېزي او همدا راز عربي ژبې يې هم زده کړې دي.
    ښاغلی نصير په پښتو او دري ژبو ليک او وينا دواړه کولی شي او په عربي او انگرېزي ژبو کې ژباړلې کولی شي. هغه د افغانستان اسلامي امارت بېلابېلو مجلو او په تېره بيا د حقيقت مجلې او د الاماره وېبپاڼې دري برخې د سلگونو مقالو د ليکلو او ژباړلو تر څنگ څلور کتابونه له عربي او پښتو ژبو څخه فارسۍ ژبې ته ژباړلي دي چې له هغو څخه يې يو د چاپ په پساله پسولل شوی دی او پر درېيو نورو يې کار روان دی.
    د افغانستان اسلامي امارت له لوري د افغانستان تر فتحې وروسته عبدالقيوم نصير د مشرانو د نظر له مخه د ماليې وزارت کې د لويو ماليه ورکوونکيو رئيس او ورپسې د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رئيس وټاکل شو چې لا تر دې دمه همدغه دنده پر مخ وړي.