• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت سرپرست او د گمرکونو او عوايدو معين د پکتيا ولايت د اصنافو له ځينو استازيو سره غونډه وکړه

    19 میزان 1401
    ۱۹ تله ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۵ ربيع‌الاول ۱۴۴۴ سپوږميز
    هغه غونډه چې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د ماليې وزارت سرپرست او د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند د پکتيا ولايت د اصنافو (هټيوالو او کسبگرو) له استازيو سره غونډه وکړه او د هغوی پر مالياتي مسئلو باندې هراړخيز بحث ترسره شو.
    په پيل کې د پکتيا ولايت د اصنافو استازيو په خپلو خبرو کې وويل: د لوی خدای (ج) شکر دی چې په يوه داسې هېواد او نظام کې شپې او ورځې تېروو چې له هر ډول تبعيض او تاوتريخوالي څخه پاک او يو اسلامي نظام دی او موږ خوښ يو چې زموږ د مالياتو پيسې په اسلامي نظام کې يو شفاف بيت المال ته ځي او هلته په ښه ډول سره تر خونديينې وروسته په سم او په وړ ځای کې مصرفېږي.
    ورپسې د ماليې وزارت سرپرست او د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند د پکتيا ولايت د اصنافو راغليو استازيو ته د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل: عوام او دولت سره تړلي دي او لازمي خبره ده چې دوی بايد له يو او بل سره په تماس کې واوسي، ناستو ته اړتيا ده او دا چې تاسې راغلي يئ، نو هر کله راشئ او که اړتيا پېښه شوه، نو موږ به هم ستاسې تر ځايه درځو او هلته به سره ستونزې حل کوو.
    ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند په خپلو خبرو کې زياته کړه: ډېری وخت داسې مسئلې مخ ته راځي چې د مستوفي، د عوايدو لوی رئيس او معين تر صلاحيت پورته وي، نو که چېرې کومه موږ حل کولی نه شوه، نو هغه به لوړو مقاماتو ته درسره مخ ته وړو او په هر حالت کې به ستاسې تر څنگ يو، ځکه چې همدا ستاسې ماليه او محصول دي چې زموږ اوسنی نظام ورباندې روان دی.
    بيا د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې وويل: هيڅوک حق نه لري چې له يوه ماليه ورکوونکي څخه په خپل سر ماليه واخلي او يا هم له مالياتي قوانينو سره په مغايرت کې يو کار وکړي، زموږ ټولې چارې د قوانينو په نظر کې ترسره کېږي او دا چې د خپل ولايت کومه ستونزه راوړې ده، نو ان‌شاءالله چې هغې ته به هم د قوانينو او اصولو په رڼا کې رسېدنه کېږي.
    په پای کې د ماليې وزارت سرپرست او د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند لارښوونه وکړه، کومه ستونزه چې د پکتيا ولايت کې ده، نو اړينه ده چې له پلازمېنې کابل څخه يو پلاوی وگومارل شي چې په سيمې کې د ستونزې تر کتنې او ارزونې وروسته گزارش ترتيب کړی راوړي او تر هغه وروسته به پرېکړه کېږي.