• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د دغه رياست اړوند د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست له کارکوونکيو سره غونډه وکړه

    13 میزان 1401
    ۱۳ تله ۱۴۰۱ لمريز/ ۹ ربيع‌الاول ۱۴۴۴ سپوږميز
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د يوې کتنې په ترڅ کې د دغه رياست اړوند د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست له کارکوونکيو سره غونډه وکړه او په دغې کتنې يې د اړوندې مالياتي ادارې د کارکوونکيو وړانديزونه او ستونزې واورېدې او د حل لارښوونې وکړې.
    د غونډې په پيل کې د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رئيس ښاغلي عبدالقيوم نصير د هرکلي تر څنگ په خپلو خبرو کې وويل: دا ډېره ښه خبره ده چې زموږ د ادارې لوړپوړي مقامات د خپلو ماتحت ادارو ته ورشي، د هغوی حالت له نږدې څخه وگوري او غوره فرصت دی چې خپل وړانديزونه هم ورته وړاندې کړو.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست اړوند د تنفيذ، د قانون د تطبيق او اطاعت پذيرۍ رئيس ښاغلي دوست محمد حقاني په خپلو خبرو کې وويل: په اسلامي نظام کې معيار څوکۍ، نومونه او بستونه نه دي، بلکې معيار خدمت دی او په خدمت کې نيت او اخلاص مهم دی او که نيت مو د اسلامي نظام حاکميت او د خلکو خدمت وي، نو دا هم تاسې ته په عبادت کې شمېرل کېږي او الله (ج) درته په کې برکت اچوي.
    بيا د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د خپلو هراړخيزو خبرو په ترڅ کې وويل: د متعال الله (ج) شکر په ځای کول په کار دی چې موږ اسلامي نظام او يو خپلواک هېواد لرو او که چېرته د دې نعمت شکر اداء نه کړو، نو بيا د نعمت کفران کېږي او هغه به څه ډول مسلمان وي چې د اسلامي نظام او استقلاليت شکر نه په ځای کوي.
    ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: د يوه هېواد د پرمختگ له پاره بنسټ ماليات جوړوي او همدا موږ و تاسې يو چې د خپل نظام ملا ورتړو او د عوايدو لوی رياست او په ټوله کې د ماليې وزارت د نظام اساسي ستن جوړوي او پياوړتيا وربښي، نو ضروري خبره ده چې موږ و تاسې خپلې دندې او راسپارل شوي مسؤليتونه په پوره صداقت، امانت، تعهد او ديندارۍ سره پر مخ يوسو او په يوې قوي ارادې سره د بيت المال په پياوړتيا کې خپلې چارې په ښه ډول سر ته ورسوو.
    دغه کتنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د عوايدو لوی رئيس تر څنگ د دغه رياست نور اراکين او منسوبين هم موجود وو.