• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورډ د عوايدو لوی رياست کړنې وستايلې

    4.JPG

    18 میزان 1401
    ۱۸ تله ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۴ ربيع‌الاول ۱۴۴۴ سپوږميز
    هغه غونډه چې د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورډ رئيس او د رهبري هيئت غړيو د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د بررسۍ رياست کړنې د دغه رياست رئيس ښاغلي عصمت الله سليمي ته د يوه اوارډ په ورکولو سره وستايلې.
    د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورډ غړيو په خپلو خبرو کې وويل: موږ خوښ يو چې زموږ د مالياتو پيسې په اوسني اسلامي نظام کې يوه پاک او شفاف بيت المال ته ورځي او موږ عملاً گورو، دا مهال چې هيڅ بهرنۍ مرستې نه شته، نو د قوش تېپې کانال په څېر پروژې کارونه روان دي او دا چې زموږ پيسې هلته مصرفېږي، نو لا خوښېږو او په ډاډه زړه خپله حقيقي ماليه په شفاف ډول سره ورکوو.
    هغوی په خپلو خبرو کې زياته کړه: لله الحمد ستونزې تر ډېره حل شوې دي او که چېرې کومې کوچنۍ ستونزې پاتې وي، نو هغه به هم له خپل اوسني نظام سره له نږدې څخه د خبرو او مذاکرې له لارې د ارامۍ په چاپېريال کې حل کوو.
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورډ راغليو غړيو ته وويل: د اوسني نظام چې يو سوچه اسلامي نظام دی، ټولې ادارې ستاسې خپلې دي او د دروازې يې تل ستاسې پر مخ پرانستې دي او په همدې ډول بيت المال هم د ټول ملت او هېواد مشترک دی، نو که دلته يوه افغانۍ هم ورکوو، نو دا ټول ملت او هېواد ته رسېږي او د ټولو په کې خير دی.
    ښاغلي معراج زياته کړه: د قوانينو او اصولو وضع کول د ټول ملت او هېواد د خير له پاره وي او په دې کې شخصي گټه په پام کې نه نيول کېږي او نه هم په کار دي؛ الحمد لله موږ په خپل مالياتي سيسټم کې سود له مينځ څخه وړی دی او تاسې له دې هم خبر يئ او ان‌شاءالله ورو ورو په خپلو مالياتي چارو کې اصلاحات رامينځته کوو چې د ټول هېواد په خير واوسي.
    بيا د عوايدو د بررسۍ رئيس ښاغلي عصمت الله سليمي خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې وويل: که ملت واوسي، نو هېواد او نظام به لري او چې ملت، هېواد او نظام واوسي، نو هلته به هرومرو سوداگر وي، نو نظام او سوداگر سره لازم او ملزوم دي؛ همدا پانگوال او سوداگر دي چې زموږ د نظام د استحکام لامل کېږي او ان‌شاءالله موږ له خپلو پانگوالو سره څنگ پر څنگ ولاړ يو.
    ښاغلي سليمي زياته کړه: موږ پانگوالو او سوداگرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي؛ پخوا چې کوم استعلامونه او بيروکراسۍ وې، هغه مو مطلق له منځه وړي دي، خو يوه غوښتنه له تاسې څخه هم لرو او هغه دا چې د قانون له مخه تاسې موږ ته پر خپل وخت اسناد راکړئ، که دغه اسناد په فزيکي ډول راکولی نه شئ، نو د برېښناليک له لارې يې هم رااستولی شئ او آن دا هم کولی شو چې موږ تاسې ته يو روزنيز ورکشاپ جوړ کړو او ستاسې مالي مسؤلينو ته د مالياتي چارو په برخې کې روزنه وکړو.
    په پای کې د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورډ د رهبري هيئت له لوري سوداگرو ته د اسانتياؤ د برابرولو او د ښو کړنو د ترسره کولو له امله د عوايدو د بررسۍ رئيس ښاغلي عصمت الله سليمي ته ستايونکي اوارډ ډالۍ کړ.