• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالیاتي اظهارلیکونو خبرتیا

    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د شرکتونو ټولو ښاغلیو مالکینو ته په درنښت سره خبر ورکوي، دا چې د ۱۴۰۱ مالي کال استثناءً پنځلس میاشتې (يوه درې مياشتنۍ لېږدېدلې دوره [د ۱۴۰۰ مالي کال د مرغومي، سلواغې او کب مياشتې] او څلور ربعې) کېږي، نو د ۱۴۰۱ مالي کال د چنگاښ، زمري او وږي مياشتې (دويمه ربعه) پای ته رسېدلې ده او د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي اظهارليکونو د وړاندې کولو وخت رارسېدلی دی.
    په همدې موخه د هغو شرکتونو مسؤلینو ته چې لا تر دې دمه يې د ۱۴۰۱ مالي کال اړوند د انتفاعي معاملاتو مالیاتي اظهارلیکونه اړوندو مالیاتي ادارو ته وړاندې کړي نه دي، د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو او لارښودونو په پام کې نیولو سره دې ژر تر ژره د خپلو شرکتونو د لېږدېدلې دورې (د ۱۴۰۰ مالي کال د مرغومي، سلواغې او کب درېيو میاشتو) او د ۱۴۰۱ مالي کال د لومړۍ ربعې (وري، غویي او غبرگولي مياشتو) او د دويمې ربعې (چنگاښ، زمري او وږي مياشتو) د انتفاعي معاملاتو مالیاتي مکلفیتونه او اظهارليکونه اړوندو مالیاتي ادارو ته پر خپل وخت وړاندې او پر خپلو ځانونو دې د اضافي مالياتو د تعميل او د اړینو قانوني مواردو د پلي کېدا مخنيوی وکړي.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی