• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    په مالياتي سيسټم کې د ماليه ورکوونکيو د اظهارليکونو د تړل کېدو په اړه خبرتيا

    ټولو ښاغليو ماليه ورکوونکيو ته خبر ورکول کېږي، دا چې د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د سيسټم رياست له لوري د ماليه ورکوونکيو د ۱۳۹۹ لمريز کال د دوسيو اړوند اظهارليکونه (په يوويشتو ورځو کې دننه په سيسټم کې خپلو دوسيو ته د نه لاسرسي له امله) تړل شوي وو، يو ځل بيا پرانېستي دي.
    نو ښاغليو ماليه ورکوونکيو ته په کار دي چې ژر تر ژره په يوويشتو ورځو کې دننه د خپلو دوسيو اړوند پاتې موضوعات دې په سيسټم کې ځای په ځای او وليکي او د خپلو مالياتي دوسيو د بيا تړل کېدو مخنيوی دې وکړي.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی