• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي اظهارليک خبرتيا

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست د شرکتونو ټول ښاغليو مالکينو ته په خورا درنښت سره خبر ورکوي، دا چې د ۱۴۰۱ مالي کال دويمه ربعه پای ته رسېدلې ده او د شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي د اظهارليک د وړاندې کولو وخت رارسېدلی دی، نو د مالياتي قوانينو، طرزالعملونو او لارښودونو په پام کې نيولو سره د خپلو شرکتونو د دويمې ربعې د انتفاعي معاملاتو د ماليې اظهارليک او مالياتي مکلفيتونه مو اړوندې مالياتي ادارې ته پر خپل وخت وړاندې او د اضافي مالياتو او جريمو مخنيوی وکړئ.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی