• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کابل د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د برخې د قراردادي کارکوونکيو له پاره د روزنيز پروگرام پايغونډه

    IMG_3967.JPG

    7 میزان 1401
    ۳ ربيع الاول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۷ تله ۱۴۰۱ لمريز
    د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست (د کابل ولايت) اړوند د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د برخې د قراردادي کارکوونکيو د روزنيز پروگرام پايغونډه د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ کې جوړه او ترسره شوه.
    په پيل کې د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ آمر ښاغلي بلال احمد احمدي د پرانستې په ډول د هرکلي تر څنگ د غونډې گډونوالو ته وويل: موږ چې دلته د روزنيزو ورکشاپونو د ښه تنظيم له پاره هر څومره هلې ځلې کړې دي، نو دا زموږ خپله دنده او په ښه ډول د مسؤليت ترسره کول گڼو او په راتلونکي کې هم د عوايدو لوی رياست ته ډاډ ورکوو چې تر دې به هم په ښه ډول سره ورکشاپونه تنظيموو.
    ورپسې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ د منسوبينو مننه وکړه او د غونډې گډونوالو ته يې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: دلته د تنخوا په اړه فکر کول په کار نه دي، بلکې دلته د کار کول بايد د عبادت په ډول ترسره شي؛ هغه مجاهد چې په سنگر کې دی او دا چې تاسې دلته د قلم په څوکه کار کوئ، نو دواړو ته په اسلامي نظام کې ثواب شته.
    ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: موږ د اصنافو په غوښتنې د هغوی د ماليې نورم راټيټ کړ، اوس تاسې د دغه نورم تثبيتوونکي يئ او پر تاسې لازمه ده چې د ښو اخلاقو او غوره اخلاقي چلند پر بنسټ د دغې ماليې يوه يوه افغانۍ راټوله او بيت المال ته يې وسپارئ، ځکه چې دا يو امانت دی او په دې بيت المال کې د ټول ملت بچی بچی په کې حق لري.
    د عوايدو لوی رئيس د غونډې گډونوالو ته د يوه زېري په ډول وويل: د اصنافو تثبيت او درجه بندي يو ازمېيښتي پړاو دی او په راتلونکي کې ښايي موږ ستاسې له منځ څخه ځينې کسان پر رسمي دندو وگومارو او دا به هغه کسان وي چې په دغه ازمېيښتي کې ژمن او صادق پاتې شوي وي، ملي گټې يې پر شخصي گټو غوره بللې وي او په دې بهير کې يې تعهد، اراده او عزم ښودلي وي.
    په پای کې د عوايدو لوی رئيس له لوري د گډونوالو پوښتنو ته هراړخيز ځوابونه وړاندې کړی شول.