• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د پنځلسو لويو غيرمالياتي عوایدو لرونکيو بوديجوي واحدونو د هدف په پرتله د راټولو شويو عوایدو د ارزونې غونډه ترسره شوه

    1 (1).JPG

    6 میزان 1401
    ۲ ربيع الأول ۱۴۴۴/ ۶ تله ۱۴۰۱
    د اقتصاد او مالي وړاندوینې او راپور ورکونې، بوديجې او خزاینو لويو ریاستونو په همغږۍ او د گمرکونو او عوايدو معین او د عوایدو لوی رئیس په رهبرۍ د لويو او مهمو غیرمالیاتي عوایدو لرونکيو او را ټولوونکيو بودجوي واحدونو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه جوړه او ترسره شوه.
    د گمرکونو او عوايدو معین ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند د عوایدو د ښه مدیریت او د ښو خدمتونو د ترسره کولو او وړاندې کولو او د همکارۍ او همغږۍ جوړولو په اړه د غونډې گډونوالو ته خپلې سپارښتنې وکړې.
    ورپسې د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج د بوديجې د کسر پوره کولو ته په اشارې سره وويل چې د سږ کال بوديجه ټوله پر کورنیو عوايدو ولاړه ده او د اړوندو وزارتونو او ادارو له چارواکيو څخه یې وغوښتل چې د غیرمالیاتي عواید په شفافه توگه راټول او د یادو عوایدو مدیریت ته خاصه پاملرنه وکړي او همدارنگه د یادو ادارو له ښاغليو رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د خدمتونو وړاندې کول اسان او کیفیت يي لوړ کړي، ځکه هغه کسان چې له دولت څخه خدمتونو اخلي، خوشحال او هغه واټن چې په تېرو حکومتونو کې رامينځته شوی دی، له منځه يووړل شي.
    په دغې غونډې کې د ټولو اړینو عوایدي، بوديجودي او تادیاتو په برخې کې د پرتو ستونزو د حل ژمنه وشوه او د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ له خوا له هغو وزارتونو او دولتي ادارو څخه مننه وشوه چې د هدف په پرتله یې ډېر عواید راټول کړي دي.
    د یادولو وړ ده چې غیرمالیاتي عواید د هدف په پرتله ډېر راټول شوي دي چې یوازې د زمري او وږي میاشتو کې نهه سلنه (۹٪) زیاتوالی ښيي.
    د کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ، صنعت او سوداگرۍ، عامې روغتيا او د لوړو زده‌کړو وزارتونه او د سټنډرډ ملي اداره هغه ادارې دي چې تر ټاکل شوي هدف یې زیات عواید راټول کړي دي.