• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د کانونو او صنايعو خونې له غړيو سره کتنه ترسره کړه

    0M1A6255.JPG

    4 میزان 1401
    ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۴ تله ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست رهبرۍ د دغه وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند تر مشرۍ لاندې د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې له مسؤلينو او غړيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې کتنه ترسره کړه.
    په پيل کې د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې مسؤلينو د هېواد د صنعتگرو او متشبثينو د ملاتړ په برخې کې د ماليې وزارت د رهبرۍ د کړنو او هڅو مننه وکړه او د هغوی په استازولۍ د کانونو او صنايعو خونې رئيس ښاغلي شېرباز کمين‌زاده او د دغې خونې څو نورو غړيو د شرکتونو د تېرو پنځو کلونو اړوند د عوايدو د بررسۍ په برخې کې خپل وړانديزونه او غوښتنې د مالياتي ادارې له رهبرۍ سره شريکې کړې.
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخوند د هغوی د نظرياتو د مننې تر څنگ وويل: موږ هوډ لرو چې د تېر حکومت راپاتې شوې ستونزې حل کړو او د هېواد صنايعو ته وده، پياوړتيا او پرمختگ وربښل زموږ له موخو څخه گڼل کېږي.
    بيا يې د عوايدو لوی رياست رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د شونتيا پر مهال دې د هغوی د ستونزو د حل له پاره يوه اصولي لاره پيدا کړل شي.
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج وويل: شرکتونه بايد په خپلو اظهارليکونو کې له چل او درواغو څخه کار وانخلي؛ لکه څنگه چې موږ ته جوته ده، ډېری ماليه ورکوونکيو د مالياتي چارو په برخې کې ناسم او نيمگړي معلومات له مالياتي ادارې سره شريکوي، نو د عوايدو لوی رياست اړ دی چې له بررسۍ او مالياتي استخباراتو څخه په گټې اخيستلو سره قانوني تعقيبي گامونه واخلي؛ دا هم هغه مهال کېږي چې يو ماليه ورکوونکی لومړی خپله مالياتي دوسيه په ابتدايي تحقق کې وړاندې کوي، نو د خطر تر تحليل لاندې نيول کېږي او که اړتيا يې وليدل شي، نو د بررسۍ څانگې ته ورپېژندل کېږي. که چېرې د دغو شرکتونو د غوښتنې له مخه له بررسۍ کولو څخه تېر شو، نو څنگه به د بيت المال د حق ننگه او ساتنه وکړو.
    ښاغلي معراج زياته کړه: ښاغلي ماليه ورکوونکي په مالياتي ادارې کې له يوه خورا کوچني فساد سره د مخامخېدلو پر مهال خپل غږ پورته کولی شي او د دغې ادارې رهبري به ډېر ژر فساد او مفسد له ادارې څخه ورک کړي؛ که نو له چلوټو څخه د ماليه ورکوونکيو د نه لېرې کېدلو او د واقعي ماليې له ورکړې څخه د تېښې پر مهال د عوايدو لوی رياست مکلف دی چې له قانوني بهيرونو څخه په گټې اخيستلو سره د ملت د حقوقو او بيت المال د ضايع کېدو مخنيوی وکړي او د عوايدو لوی رياست هڅه کوي چې په هېواد کې نارسمي اقتصاد له مينځ څخه يووړل او رسمي اقتصاد رامينځته شي. شرکتونه بايد د خپلو مالياتي چارو په ښه ډول د مخ ته وړلو له پاره مالياتي محاسب وگوماري. بررسي د يوه ماليه ورکوونکيو د اداري او کاري وړتيا د لوړولو له پاره ترسره کېږي. که يو شرکت او ماليه ورکوونکی خپل اظهارليک په سم ډول ډک کړي، نو بررسۍ ته يې اړتيا نه ليدل کېږي.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د بررسۍ رئيس ښاغلي عصمت الله سليمي د ماليه ورکوونکيو د مالياتي اسنادو د بررسۍ په چارو کې د چټکتيا او روڼتيا ډاډمني وښوده او ويې ويل: د عوايدو د بررسۍ رياست کې مو د صنعتگرو د مالياتي چارو د بررسۍ له پاره يوه مشخصه کاري ډله تنظيم کړې ده او له کومې ښويېدنې پرته د کاري روڼتيا له مخه د هېواد د سوداگرو او صنعتگرو په خدمت کې دي.
    غونډه د کانونو او صنايعو خونې د غړيو د خوښۍ او مننې په څرگندولو سره پای ته ورسېده.