• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس د دولتي ادارو د مالي چارو له استازيو سره غونډه وکړه

    0M1A6420.JPG

    6 میزان 1401
    ۱ ربيع الاول ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۵ تله ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د ټرانسپورټ او هوايي چلند او د بهرنيو چارو وزارتونو، د برېښنا شرکت او د افغانستان د وسپنلارې ادارې له استازيو سره هېواد ته د دغو ادارو اړوند له ايران څخه د عوايدو د معاوضې او لېږد د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وکړه او د دغو عوايدو د تحصيل او د دولت خزانې ته د لېږد په اړوند يې د هراړخيزو نظرياتو تبادله او بحث وکړ. د ټولو اړخونو تر دقيق غور او بررسۍ وروسته پر دې هوکړه وشوه چې افغانستان ته د دغو عوايدو د لېږد په برخې کې د فوق الذکر ادارو تر مينځ د همکارۍ هوکړه‌ليک وشي.
    په دې غونډې کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اداري او مالي معين ښاغلي صديق الله عابد، د بهرنيو چارو وزارت مالي آمر ښاغلي سوچه گل ژمن، د برېښنا شرکت مالي مرستيال ښاغلي احمدزي، د افغانستان د وسپنلارې ادارې مالي رئيس ښاغلي ميرويس عليزي او د عوايدو لوی رياست د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين او د غيرمالياتي عوايدو آمر ښاغلي عمرخېل گډون کړی ؤ.