• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست مسؤلينو د افغاني رسنيو له استازيو سره وليدل

    0M1A6288.JPG

    4 میزان 1401
    ۲۸ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز/ ۴ تله ۱۴۰۱ لمريز
    د ماليې وزارت او د دغه وزارت د عوايدو لوی رياست مسؤلينو د افغاني رسنيو له استازيو سره وليدل او د رسنيو د مالياتي مسئلو په اړوند يې هراړخيزې خبرې وکړې.
    د رسنيو استازيو د خپلو مالياتي چارو په اړه يادونې وکړې او وړانديز يې وکړ چې په هېواد کې روان اقتصادي وضعيت ته په کتو سره که چېرې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له لوري د دوی په تېرو مالياتي مکلفیتونو کې همکاري وشي، نو دوی به يې ډېر ژر او په ښه ډول سره اداء کړي.
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئيس ښاغلي ندا محمد صديقي د رسنيو استازيو ته وويل چې د دوی غوښتنې به د عوايدو مسلکي کمېټې ته وسپاري او هغوی چې کومه د حل پرېکړه راوايسته، نو د رهبرۍ له لوري تر منظورېدو وروسته به پلې کېږي او د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ژمن دی چې د رسنيو له پاره به اړينې مالياتي اسانتياوې چمتو کوي.
    د يادونې وړ ده چې د دغې ليدنې پر مهال د ماليې وزارت د اړيکو او عامه پوهاوي رئيس ښاغلی احمد ولي حقمل او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د نشراتو رئيس ښاغلی عبدالحق حماد هم موجود وو.