• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د برخې د قراردادي کارکوونکيو له پاره د روزنيز پروگرام پايغونډه

    ویب.jpg

    31 سنبله 1401
    ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۴ قمري/ ۳۱ وږی ۱۴۰۱ لمريز
    له کابل پرته د مرکزي زون (پروان، پنجشېر، کاپيسا، ميدان وردگ او غزني) د مستوفيتونو اړوند د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د برخې د قراردادي کارکوونکيو د روزنيز پروگرام پايغونډه د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ او له فوق الذکر ولايتونو سره د زوم کنفرانس د گډې غونډې د جوړولو له لارې د مستوفيتونو د غونډو په تالارونو کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج، د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي انجينر عبدالله حيدري او د ولايتي مستوفيانو په شتون کې جوړه او ترسره شوه.
    په پيل د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلي انجينر عبدالله حيدري د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ د برخې د قراردادي کارکوونکيو د ليکنۍ او ويناييزې ازموينو د اخيستلو، گومارلو او روزلو د بهير گزارش د عوايدو لوی رئيس او له گډونوالو سره شريک کړي.
    ورپسې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د دغې ملي بهير د برياليتوب په برخې کې د دغه رياست د ټولو کارکوونکيو موخنو هڅو ته په درنښت کتلو سره نويو گومارل شويو کارکوونکيو ته وويل: د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ ملي بهير د يوه هېواد د بيت المال او مالياتو د بنسټ ډبره (Foundation Base) جوړوي. موږ خوښ يو چې متعال الله (ج) د رڼو او سراسري ازموينو له لارې موږ ستاسې غوندې وړتياوې او استعدادونه راپه برخه کړل. موږ د ملي او رڼو ليکنيو او ويناييزو ازموينو په جوړولو او ترسره کولو سره ستاسې په وړاندې خپل ژمنتيا ترسره کړه او تاسې ته هم بايد د خپلو خلکو په وړاندې د خپلې ژمنتيا له مخه پابند او مسؤل واوسئ. 
    د عوايدو لوی رئيس زياته کړه: دغه نظام د الله (ج)، محمد الرسول الله (ص) او د قرآن نظام دی؛ هماغه مسؤليت چې موږ د نظام په وړاندې يې لرو، کټ مټ مسؤليت د ملت په وړاندې يې هم لرو او د نظام ساتنه او پياوړتيا يو لوی مسؤليت او امانت دی. زموږ شهيدانو دغه نظام موږ په سرښندونو او فداکاريو سره راسپارلی دی او هغوی خپل مسؤليت ترسره کړ؛ اوس نو موږ بايد د دغه نظام له پاره خپل مسؤليت او دنده بايد ترسره کړو. موږ بايد د اسلامي نظام له پاره کار کول يو عبادت وگڼو او ستاسې کار کول ډېر حساس دي، ځکه چې ستاسې د تثبيت پر بنسټ ماليه اخيستل کېږي.
    بيا يې د دغه بهير له برياليو نوماندانو څخه وپوښتل: آيا له موږ سره دا ژمنه کوئ چې د بيت المال ساتنه به کوئ؟
    ټولو په ډېرې لېوالتيا سره خپل لاسونه پورته کړل او په دې اړوند يې خپله ژمنتيا وکړه.
    ورپسې يې زياته کړه: بيت المال ته بايد پر خپلو شخصي پانگو باندې غوره‌والی ورکړو. که څه هم زموږ ماليه ورکوونکي به ډېره لږه ورکوي، مگر تر کومه چې موږ د فساد، زور غږولو او رشوت لمنه ورټوله کړې ده، له همدې امله زموږ ماليه او عوايد زموږ د ملي بوديجې تامينوونکي دي. د تثبيت او درجه بندۍ پر مهال له غوره اخلاقو څخه کار واخلئ چې په پوهولو سره هغوی وهڅول شي، د خپلو عوايدو په اړه دقيق معلومات وړاندې کړي. هيڅ کس او مقام تاسې دې ته اړ کولی نه شي چې تاسې دې د قانون او زده‌کړو پر خلاف تثبيت او درجه بندۍ وکړئ. موږ له ټولو هغو وروڼو څخه چې په دې بهير کې بريالي شوي دي، غواړو چې په عملي ډول ثابت کړي: روڼتيا څه ډول تامينېږي؟ مالياتي نوم څنگه تطبيقېږي؟
    موږ او تاسې ټولو ته په کار ده چې چې د متعال الله (ج) د رضا په خاطر له ماديت او مادياتو څخه لېرې واوسو. په نږدې مهال کې شا و خوا (۱۰۵۶) کسه په ټول افغانستان کې د اصنافو د ماليې د تثبيت او درجه بندۍ په برخې کې خپل کار پيلوي؛ روڼتيا او له فساد څخه لېرېوالی خپل نصب العين وگرځوئ او د اسلامي نظام په پياوړتيا کې له هيڅ هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړئ، ځکه که چېرې اسلامي نظام زموږ له پاره ارزښت ونه اوسي، نو بل هيڅ څيز به موږ ته ارزښت ونه لري او تاسې بايد اسلامي امارت يو انځور واوسئ.
    اوسمهال موږ په اقتصادي جگړې کې ولاړ يو، دښمن وړاندوينه کوله چې په شپږو مياشتو کې به زموږ اقتصاد وپاشل شي، مگر لله الحمد د فساد په مخنيوي سره د هېواد اقتصاد د غوره‌والي خوا ته روان دی او ډاډمن اوسئ چې عوايد به ملت ته د خدمتونو د وړاندې کولو او هوساينې له پاره راټولېږي.
    په پای کې د گډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړی شول.