د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي محاسبينو مديريت په پام کې لري چې د مالياتي محاسبينو د پنځمې دورې د ازموينې له پاره نومليکنه د (۱۴۴۴/۲/۲۷ – ۱۶/۳/۱۴۴۴ لمريز) نېټې چې د (۱۴۰۱/۷/۲ – ۱۴۰۱/۲/۲۰ لمريز) نېټې سره سمون لري، ترسره کړي، پر لاندېنيو شرطونو برابر کسان دې پر ټاکلي وخت په برېښنايي يا آنلاين ډول نومليکنه وکړي:
۱. شخص بايد پر قانوني امورو مکلف وي؛
۲. په اقتصاد، محاسبې، ACCA، حقوق او سوداگريزې ادارې کې د اسنادو په کتو لږ تر لږه د لېسانس تر کچې د لوړو زدهکړو لرونکی وي؛
۳. د دولت رسمي او سملاسي اداري کارکوونکی نه وي؛
۴. د محکمې له خوا مجرم پېژندل شوی نه وي؛
۵. شخص به بل شخصي شرکت نه لري چې د گټو د تضاد مخنيوی شوی وي.
مالياتي محاسبين د دولت رسمي کارکوونکي نه دي او نه هم د دولت له لوري تنخوا ورکول کېږي، بلکې دوی د عوايدو لوی رياست له لوري کاري جوازونه تر لاسه کوي او د خپلو جوازونو په وسيله له شرکتونو او کمپنيو سره تړون يعنې قرارداد کوي، د هغوی مالياتي چارې ترسره کوي او بالآخره د کار په مقابل کې دوی ته حق الزحمه او يا هم ټاکلی فيس ورکوي.
ښاغليو غوښتونکيو!
د لاندېني تړاو يعنې لېنک له لارې په آنلاين بڼه خپله نومليکنه بشپړولی او ترسره کولی شئ:
زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی