• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د قراردادي بستونو بریالیو نوماندانو ته د روزنيزو پروگرامونو د لړۍ پیل

    0M1A5422.JPG

    27 سنبله 1401
    ۲۷ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۲۱ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د مالیې وزارت د عواید لوی ریاست له لوري له کابل ولایت پرته د مرکزي زون (پروان، پنجشېر، غزني، کاپیسا او ميدان وردگ) ولایتونو د تثبیت او درجه بندۍ د قراردادي بستونو بریالیو نوماندانو ته چې د ازموینې ملي ادارې په تحریري او د عوایدو لوی ریاست له لوري په شفاهي ازموینو کې بریالي شوي وو، نن رسماً د  گمرکاتو او مالیاتو ملي آکاډمۍ کې د روزنیزو زده کړو لړۍ پیل شوه.
    د زده کړو دغه بهیر چې شا و خوا پنځه ورځې وخت نیسي، د عوایدو اړوند مالیاتي قوانین، کړنلارې، لارښودونه، طرزالعملونه، لايحې، د کسبگرو او هټيوالو (اصنافو) د ماليې سنجش، د افغانستان مالیاتي سيسټم (سېگټاس) او د موقعیت پېژندنې روزنه د عوایدو لوی ریاست د کارکوونکیو لوري ورکول کېږي.
    د یادونې وړ ده چې پر مرکزي زون سربېره د هېواد په نورو زونونو کې هم بریالیو نوماندانو ته ورته روزنیز پروگرامونه پيل شوي دي چې تر روزنې وروسته به دغه کسان خپلو اړوندو کاري ساحو ته د کار له پاره ستانه شي.