• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ماليې وزارت د کسبگرو او دوکاندارانو (اصنافو) د ملاتړ غونډه ترسره کړه

    1.jpg

    30 اسد 1401
    دوشنبه، ۲۹ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۲۳ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له کسبگرو او دوکاندارانو څخه د ملاتړ غونډه نن په انټرکانټینینټال هوټل کې د لوړو پوړو دولتي چارواکيو په گډون ترسره کړه.
    په دې غونډې کې چې د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداگرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د عواید لوی رئیس معراج محمد معراج، رئیسانو، مستوفیانو، د کسبگرو او دوکاندارانو د ټولنې استازيو، د پوهنتون استادانو او د مالیې وزارت کارکوونکيو گډون کړی ؤ.
    په پیل کې د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري گډونوالو ته د هرکلي تر څنگ وویل: خوښ یم چي د مالیې وزارت له لوري د هېواد د اقتصادي خوځښت د یوې سترې کتلې (کسبگرو او دوکاندارانو) د ملاتړ په دې ناستې کې گډون کوم؛ د مالیې وزارت یوه ستره موخه د سوداگرو، پانگوالو او کسبگرو ملاتړ کول دي چې بېلگه یې د مالیې د نورم راښکته کول دي. د مالیې وزارت په دې موخه غوره خدمتونه وړاندې کړي چې د ژوند سهولتونه رامنځته سي، په بازارونو کې قیمتونه مناسب وساتل سي، د مالیه ورکوونکيو د مالیې تثبیت په شفاف ډول ترسره سي او د اصنافو په مالیه کې له ټولو سره یو شان چلند وسي.
    نوموړي زیاته کړه: د مالیې وزارت دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي، هره هغه ستونزه به له منځه یوسو چې مالیه ورکوونکي ورسره مخ وي.
    نوموړي له مالیه ورکوونکيو څخه هم هیله وکړه چې د مالیې په تثبیت کې مرسته وکړي او په مشترک ډول له روانو ناخوالو هېواد وويستل شي او اقتصادي پرمختگ رامنځته شي.
    ورپسې د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج د ملي عوایدو پر عمومي وضعیت رڼا واچوله او ويې ویل: موږ په بشپړ اخلاص د کسبگرو، دوکاندارانو، ملي سوداگرو او پانگوالو ملاتړ کوو، تسهیلات ورته رامنځته کوو او هڅوو یې چې خپل عواید له دولت سره شریک کړي.
    ده زیاته کړه: زموږ نظام پر خپلو ژمنو ولاړ دی چې د مالیې د نورم په راټيټولو او د وزارت په کچه د فساد په کمولو سره یې دا ثابته کړې هم ده. له خپلو ملي عوایدو د ملي بودیجې بشپړول کلک هوډ، گډې همکارۍ، ملي احساس او یوې پیاوړي ارادې ته اړتیا لري او د مالیه ورکوونکيو پر مټ دا کار هم ثابت شو.
    نوموړي له کسبگرو او مالیه ورکوونکيو سره ژمنه وکړه چې یوه افغانۍ به يې هم بې ځایه ونه لگول شي، خو که یوه افغانۍ مالیه بې ځایه ضایع شي، په دې معنیٰ چې د (۴۰) میلیونو انسانانو حق خوړل شوی وي.
    د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د کسبگرو او دوکاندارانو د کړنو د ارزښت بیانولو تر څنگ زیاته کړه چې د کابینې د ځانگړې لورېینې له مخه د مالیاتي نورم راکمول یو نېک کار دی؛ دغه چاره په بازارونو کي د خوراکي توکيو پر ارزښت هم اغېز کوي او هیله ده چې دوکانداران یې عملي کړي او ملت یې هم گټي حس کړي.
    ده زیاته کړه چې د دولت او سوداگرو له لوري د ملت په حق کې هر نېک کار باید وستایل شي او یو د بل پر مټ ملت او دولت پر پښو ودروو.
    د کابل د اصنافو د اتحادیې رئیس صدیق الله قریشي هم خبري وکړې او زیاته یې کړه چې له دولت سره د خلکو همکاري او شتون ناکامي نه ده، بلکې دا ملت له مجاهدینو سره اوږه پر اوږه درېدلی او اوس د غوره کاري فرصت تمه ترې لري.
    ده زیاته کړه چې خلک مالیه جبري بولي، ځکه چې تېرو نظامونو بنسټیز کار ورته کړی نه دی او اوس له اوسني نظام د عدالت او انصاف غوښتنه کوي چې د ورکړې مالیې گټې په سترگو وویني.
    هېره دې نه وي چې په دې ناستې کې یو شمېر گډونوالو د مالیو د ورکړې پر ارزښت، اسلامي اړخ، نړیوالو معیارونو او اوسني وضعیت ته په کتو په خپل وار پراخې ویناوې وکړې او په پای کې یو شمېر مستوفیانو ته د دوی د ښو کړنو له کبله تقديرنامې هم ورکړل شوې.