• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی ریاست د سلگونو بستونو د نوماندانو شفاهي ازموینه واخیستل شوه

    0M1A5342.JPG

    24 سنبله 1401
    پنجشنبه، ۲۴ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کابل په شمول په څلوردېرشو (۳۴) ولایتونو کې د يو زر او اته پنځوسو (۱۰۵۸) اعلان شويو بستونو د نوماندانو شفاهي ازموینه (انټرويو) په بېلابېلو وختونو کې د یاد ریاست له لوري د گمرکاتو او مالياتو ملي آکاډمۍ په تالار او د ولايتي مستوفيتونو ادارو کې د لسگونو څارندویانو له لوري په راڼه ډول واخیستل شوه.
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست څو میاشتې وړاندې د کابل په گډون په (۳۴) ولایتونو کې د کسبگرو او دوکاندارانو (اصنافو) د تثبیت او درجه بندۍ له پاره (۱۰۵۸) قراردادي بستونه د آزادې سیالۍ ازموینې اخیستو په موخه اعلان کړي وو چې شپږ دېرش زرو (۳۶۰۰۰) نوماندانو دغو بستونو نوملیکنه کړې وه چې له دې ډلې يې اتلس زره (۱۸۰۰۰) تنه شارټ لېسټ، نهه زره (۹۰۰۰) کسان پر شرایطو برابر او تر چاڼ وروسته اووه زره او اته سوه (۷۸۰۰) کسان د ځانگړي لېنک له لارې پر شرایطو برابر وبلل سول چې ازموینه یې واخیستل شوه.
    همدا شان له ذکر شوي شمېر څخه دوه زره، پنځه سوه او اووه ويشت (۲۵۲۷) کسه د کانکور ازموینې تر اخیستو وروسته بریالي وپېژندل شول چې يو زر او اته پنځوس (۱۰۵۸) کسه به په همدغو تشو بستونو کې ځای پر ځای او دوه سوه نوي (۲۹۰) کسه نور به په ریزرفي بڼه پاتې وي چی شرایطو ته په کتو سره به له دغو کسانو څخه کار واخیستل شي.
    د یادونې وړده چې د دغو بستونو ازموینه د عوایدو لوی ریاست او د ازموینو ملی ادارې په همکارۍ په تحریري بڼه په کابل او ټاکل شويو زونونو کې د تېرې جمعې پر ورځ د سنبلې پر لسمې نېټې واخيستل شوه او پایلې یې د دوشنبې پر ورځ اعلان شوه چې تر دې وروسته د شفاهي ازموينې (انټرویو) له پاره د عوایدو لوی ریاست له خوا اړوندو زونونو ته ټیمونه هم واستول شول.