• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بدخشان مستوفيت د کفيل معرفي او د قراردادي بستونو د مرکو اخيستل

    بدخشان مستوفی.jpg

    19 سنبله 1401
    ۱۹ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د ماليې وزارت د محترم مقام په وړانديز او د همدغې ادارې د (۱۴۴۴/۲/۲) نېټې د (۴۳۴) گڼې حکم پر بنسټ ښاغلی مولوي ذبيح الله شاکر د بدخشان ولايت د مستوفيت د کفيل په حيث د دغه ولايت د مستوفيت ادارې کارکوونکيو ته وروپېژل شو.
    هغه غونډه چې په همدې مناسبت د بدخشان ولايت د مستوفيت د رئيس په دفتر جوړه شوې وه، د دغه ولايت د دفتر رئيس، د بېلابېلو سکټوري رياستونو رئيسانو او د بېلابېلو کسبونو او اصنافو ټولنو استازيو گډون کړی ؤ.
    له پلازمېنې کابل څخه په دغې غونډې کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلی معراج محمد معراج له مله پلاوي سره گډون کړی ؤ او نوموړي د خپلو هراړخيزو خبرو په ترڅ کې وويل: د مستوفيت تر څنگ د عوايدو په راغونډولو کې د سکټوري رياستونو تعهد، ونډه او مسؤليت ډېر مهم دي او الحمد لله اوسمهال زموږ ملي بوديجه او بيت المال له کورنيو عوايدو څخه تمويلېږي او په بيت المال کې د هېواد د هر بچي بچي حق دی او خيانت په کې له خپلې کورنۍ، له خپل اسلامي دولتي نظام او خپل هېواد سره خيانت دی.
    ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: د نړۍ په هر هېواد کې چې د هغوی دولتي نظام له اقتصادي بحران سره مخ کېږي، نو د مالياتو نورم لوړوي، خو موږ د کسبگرو او دوکاندارانو له پاره دغه نورم راټيټ کړ او دا کار مو ځکه وکړ چې زموږ ماليه ورکوونکي دروغ پرېږدي، رښتيني واوسي او حقيقي عوايد راښکاره کړي او په دې سره اسلامي نظام غواړي چې له ملت سره مرسته وشي او په مقابل کې يې هغوی د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړي.
    په همدې حال کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په بدخشان ولايت کې د اصنافو او دوکاندارانو د تثبيت او درجه بندۍ له پاره له هغو برياليو کانديدانو سره مرکې وکړې چې د کانکور د ازموينې له لارې دغو بستونو ته بريالي شوي وو او له موقع څخه په گټې اخيستنې سره ښاغلي معراج محمد معراج د بدخشان مستوفيت ادارې د ټولو څانگو ليدنه او ارزونه ترسره کړه او هم يې هغوی ته د چارو د غوره والي په موخه اړينې لارښوونې وکړې.
    د يادونې وړ ده چې تر ښاغلي مولوي ذبيح الله شاکر وړاندې ښاغلي عبدالبر د بدخشان ولايت د مستوفيت د کفيل په حيث دنده ترسره کوله.