• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کندز او تخار مستوفيتونو د کفيلانو معرفي او د تخار د قراردادي بستونو د مرکو اخيستل

    مستوفی کندز.jpg

    18 سنبله 1401
    ۱۷ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۱ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د ماليې وزارت د محترم مقام په وړانديز او د همدغې ادارې د (۱۴۴۴/۲/۲) نېټې د (۴۳۴) گڼې حکم پر بنسټ ښاغلی مولوي احمد گل د کندز ولايت او ښاغلی عبدالبر د تخار ولايت د مستوفيتونو د کفيلانو په حيث د دغو ولايتونو د مستوفيتونو ادارو کارکوونکيو ته وروپېژل شول.
    هغه غونډې چې په همدې مناسبت د کندز او تخار ولايت د مستوفيتونو د غونډو په تالار کې جوړې شوې وې، د دغو ولايت مرستيال والي، د بېلابېلو سکټوري رياستونو رئيسانو او د بېلابېلو کسبونو او اصنافو ټولنو استازيو گډون کړی ؤ.
    له پلازمېنې کابل څخه په دغې غونډې کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلی معراج محمد معراج گډون کړی ؤ او نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: تغيير او تبديل د نړۍ په ټولو نظامونو او اداراتو کې يو اساسي اصل دی چې د مشرانو د هدايت پر بنسټ يو کس له يوې څوکۍ څخه بلې څوکۍ ته بدلېږي او که چېرې ما ته د مشرتابه له لوري حکم وشي چې د اوسنۍ دندې پر ځای د يوې ادنیٰ درجې دندې ته ولاړ شه، نو سم له لاسه به حاضرېږم، ځکه چې زه په اسلامي نظام کې د دندې ترسره کول عين عبادت گڼم او د قرآني فرمودې پر بنسټ د اسلامي نظام د حکامو اطاعت واجب الامر دی.
    په همدې حال کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په تخار ولايت کې د اصنافو او دوکاندارانو د تثبيت او درجه بندۍ له پاره له هغو برياليو کانديدانو سره مرکې وکړې چې د کانکور د ازموينې له لارې دغو بستونو ته بريالي شوي وو او له موقع څخه په گټې اخيستنې سره ښاغلي معراج محمد معراج د کندز او تخار مستوفيتونو ادارو د ټولو څانگو ليدنه او ارزونه ترسره کړه او هم يې هغوی ته د چارو د غوره والي په موخه اړينې لارښوونې وکړې.