• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د سمنگان د مستوفيت کفيل د دغې ادارې کارکوونکيو ته وروپېژل شو

    مستوفی سمنگان.jpg

    16 سنبله 1401
    ۱۶ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د ماليې وزارت د محترم مقام په وړانديز او د همدغې ادارې د (۱۴۴۴/۲/۲) نېټې د (۴۳۴) گڼې حکم پر بنسټ ښاغلی بشير احمد نعماني د سمنگان ولايت د مستوفيت د کفيل په حيث د دغې ادارې کارکوونکيو ته وروپېژل شو.
    هغه غونډه چې په همدې مناسبت د سمنگان مستوفيت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دغه ولايت مرستيال والي، امنيه قومندان، د بېلابېلو سکټوري رياستونو رئيسانو او د بېلابېلو کسبونو او اصنافو ټولنو استازيو گډون کړی ؤ او د مستوفيت د تېر کفيل ترسره کړي فعاليتونه او کړنې يې مثبتې وارزولې.
    له پلازمېنې کابل څخه په دغې غونډې کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلی معراج محمد معراج گډون کړی ؤ او نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: تغيير او تبديل د نړۍ په ټولو نظامونو او اداراتو کې يو اساسي اصل دی چې د مشرانو د هدايت پر بنسټ يو کس له يوې څوکۍ څخه بلې څوکۍ ته بدلېږي او په اسلامي نظام کې د (أولی الأمر منکم) د فرمودې په اساس موږ اړ يو چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړو او هر چېرته هغوی مناسبه وگڼي، نو هملته به دندو ته حاضرېږو، ځکه چې په اسلامي نظام کې دندې صلاحيتونه او څوکۍ نه، بلکې مسؤليتونه دي.
    په همدې ډول د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج له موقع څخه په گټې اخيستنې سره د سمنگان مستوفيت ادارې د ټولو څانگو ليدنه او ارزونه ترسره کړه او هم يې هغوی ته د چارو د غوره والي په موخه اړينې لارښوونې وکړې.
    د يادونې وړ ده چې تر ښاغلي بشير احمد نعماني وړاندې د سمنگان مستوفيت کې ښاغلي نياز محمد د مستوفيت د کفيل په حيث دنده ترسره کوله.