• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالیې وزارت رهبرۍ او مسؤلینو له ولس سره د خپلو کړنو یو کلن راپور شریک کړ

    304524975_183237734180149_5561626655262980199_n.jpg

    8 سنبله 1401
    ۸ وږی ۱۴۰۱ لمريز/ ۲ صفرالمظفر ۱۴۴۴ سپوږميز
    د وزارتونو په کچه ملت ته د حساب ورکولو په ترڅ کې د مالیې وزارت رهبرۍ هم له ولس سره د خپلو کړنو یو کلن راپور شریک کړ.
    په همدې موخه د حکومت د رسنیو مرکز کې په جوړ سوي رسنیز کنفرانس کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د گمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج د خزاینو لوی رئیس نصرت الله محمود او یو شمیر مسولینو او رسنیو گډون کړی وو او د مالیې وزارت د تېر یوه کال کړنې، لاسته راوړنې او پرمختگونه یې له اولس سره شریک کړل.
    په پیل کي د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري خبرې وکړې او وې ویل، چي د اسلامي امارت له حاکمیت سره سم د مالیې وزارت په لومړیو ورځو کي خپل ټول سیسټمونه فعاله کړل، د هیواد ټول عواید مرکزي سول، له فساد سره رښتینې مبارزه، اداري اصلاحاتو رامنځته کولو او اقتصادي ځان بسیا کیدو ته لومړیتوب ورکول سو، چي ورسره د وزارت اړوند ټولو برخو کي مثبت بدلونونه رامنځته سول او په ملي کچه یې ښې لاسته راوړنې ولرلې.
    همدا راز له بهرنیو مرستو پرته د ۱۴۰۰ کال درې میاشتنۍ (۵۳) میلیارډه افغانۍ بودیجه او بیا د ۱۴۰۱ کال (۲۳۱) میلیارډه افغانۍ ملي بودیجه ترتیب سوه، چي د ۱۴۰۱ کال په ملي بودیجه کي مهمې پراختیایي پروژې په نظر کي نیول سوي دي. لکه د قوشتیپې کانال چي ۷ میلیارډه افغاني ورته په نظر کي نیول سوي دي.
    د ټول هيواد گمرکونه په بشپړه توگه فعاله سوي، عواید سیسټمي او مرکزي سوي، گمرکي پړاونو کي اسانتیا رامنځته سوې، پرمختللي بریښنایي تلې فعاله سوي، په یو شمیر گمرکونو کي د سوداگرو د سهولت په موخه کاري موده زیاته سوې، د تورخم او سپین بولدک گمرکونه په ۲۴ ساعته توگه فعاله سوي، د کمیشن کارانو جوازونه لغوه سوي او په ټوله کي د مالیې وزات اړوند په ټولو برخو کي له فساد سره رښتینې مبارزه سوې، په اداري تشکیلاتو کي اصلاحات رامنځته سوي، د مسلکي او وړ اشخاصو گمارني ترسره سوي دي.
    ورپسې د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس معراج محمد معراج خبري وکړې او د عوایدو لوي ریاست یې د مالیې وزارت یو له کلیدي ریاستو څخه یاد کړ، نوموړي وویل، چي یاد ریاست د تیر کال د سنبلې له لومړۍ نیټې څخه بیا د ۱۴۰۱ کال تر سنبلې پوري ۱۵۱ میلیاډه افغانۍ عواید راټول کړي دي. همدا راز په تیرو پنځو میاشتو کي ۷۴،۰۹۱ میلیارډه افغانۍ عواید راټول سوي دي، چي د تیر په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. ښاغلي معراج زیاته کړه، چي د عوایدو لوي ریاست مالیه ورکوونکو ته د لا ډیرو اسانتیاوو پر موخه په قوانینو او طرزالعملونو کار کوي، چي ډیر ژر به وروستي سي. همدا راز د سیسټمونو په برخو کي اصلاحات رامنځته سوي، په ټول هيواد کي د قوانینو د برابروالي طرزالعمل باندي کار کیږي، بریښنایي حکومتولي ته لومړیتوب ورکول سوی، په ټولو برخو کي له فساد سره رښتینې مبارزه کیږي، په تشکیلاتي جوړښت کي بدلونونه رامنځته سوي او د مسلکي کدرونو گمارنو ته پام سوی دئ. ښاغلي معراج ټینگار وکړ، چي د مالیې ورکړه باید یو فرهنگ وگرځول سي؛ تر څو وکولای سو د هېواد راتلونکی په خپله جوړ کړو.
    د گمرکونو لوي رئیس مفتي عبدالمتین سعید د یاد ریاست د تیر یوکال لاسته راوړنو یادونه وکړه او وې ویل چي یاد ریاست د سوداگریزو اموالو د قیمت اېښودني په برخه کي اسانتیاوې رامنځته کړي او مختلف کوډونو یې له منځه وړي دي، د ټرانزیټ موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته غځول سوې ده، د گمرکي طي مراحلو د اسانتیا په موخه ځیني گمرکونه سرحداتو ته انتقال سوي، د تازه میوو او سبزیجاتو صادرولو ته لومړیتوب ورکول سوی، د گرځنده مراقبت ټیم په ملتیا د هيواد ټولي قاچاقي لارې تړل سوي، فاسد اشخاص نیول سوي او اړوندو ارگانونو ته سپارل سوي دي. ښاغلي سعید همدا راز وویل چي په تیرو پنځه میاشتو کي ۴۱ میلیارډه افغانۍ عواید راټول سوي او همدا شان په تیر یو کال کي د ۵۲ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات ترسره سوي، چي د تیر په پرتله په دې برخه کي لس سلنه زیاتوالی راغلی دئ. نوموړي وویل چې د تیر حکومت په پرتله په وارداتو کې هم زیاتوالی راغلی لکه څنگه چي د تېر حکومت په وروستيو پنځو میاشتو کي د ۱۷۷ میلیارده افغانیو په ارزښت واردات تر سره سوي و او د روان کال په پنځو لومړیو میاشتو کي د ۲۲۲ میلیارده افغانیو په ارزښت واردات تر سره سوي دي چي ۲۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
    د گمرکونو لوی رئیس وویل، چي د اسلامي امارت په راتگ سره د افغانستان له لاري ترانزیټ هم زیات سوی چې په تېر یو کال کې ۵۶۹۶۴ محمولو د افغانستان له لارې ترانزیټ تر سره کړی، چي د تیر حکومت په وروستي یوه کال کي ۱۵۵۷۴ محمولې وې دا د دې ښودنه کوي چې موږ په گمرکونو کې پراخ اصلاحات راوستلي دي.
    د خزاینو عمومي رئیس نصرت الله محمود د یاد ریاست کلنۍ لاسته راوړني په لاندې ډول بیان کړې:
    غیرضروري لگښتونه راکم سوي او مصارف په گټورو ځایونو کي ترسره سوي دي. په بودیجوي واحدونو کي د تجملي اجناسو له خرید څخه مخنیوی سوی، د معاشونو ناسم تفاوت له منځه وړل سوی، د روغنیاتو په اخیستلو او همدا شان په بهرنیو سفرونو کي د بې ځایه لگښتونو مخه نیول سوې ده. له همدې امله بریالي سوي یو، چي د نظام ټول مصارف په سمه توگه تمویل کړو او ځینې مهمي پراختیایي پروژې هم په لاره واچوو، چي د قوش تیپې کانال، د ریل پټلۍ، د هوایي مفرزو جوړول او د گمرکونو عصري کول یې د یادوني وړ دي. ښاغلي محمود وویل، چي دوي د نظام ټول پورونه ادا کړي، تر دې چي د تیر نظام بهرني پورونه یې هم ادا کړي، چي له ځینو بهرنیو موسسو او بانکونو څخه اخیستل سوي وو. همدا شان ۳ میلیونه پاسپورټونو قرارداد لاسلیک سوی او چاپ ته چمتو دي. د بهرنیو ډونرانو او تمویل کوونکو بشري مرستي انکشافي پروژو او اولیه مرستو ته اړول سوي، چي ښه بېلگه یې اوسمهال د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق څخه د ۹۰۰ میلیونه ډالرو ترلاسه کول دي، چې د دوه کلونو په موده کي به د روغتیا، مالدارۍ او بیا رغوني په برخو کي ولگول سي.