• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کسبگرو او دوکاندارانو (اصنافو) او د هغوی د عوايدو د تثبيت او درجه بندۍ د بهير د غوښتونکيو خبرتيا

    د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ټولو هغو غوښتونکيو ته چې د دغه رياست د کسبگرو او دوکاندارانو (اصنافو) د درجه بندۍ او د هغوی د عوايدو د تثبيت پروژې له پاره يې خپل اسناد د گومارنې په موخه رااستولي وو، په درنښت سره خبر ورکوي چې د لنډکي نوملړ (شارټ لېسټ) بهير پای ته رسېدلی دی او هغه کسان چې پر شرايطو برابر وو، هغوی ته برېښليکونه استول شوي دي.
    پر شرايطو برابر غوښتونکي دې د خپلو برېښليکونو انباکس (Inbox) او سپام (Spam) برخو ته سر ورښکاره کړي چې يو لېنک ورلېږل شوی دی چې د ازموينو د ملي ادارې له لوري چمتو شوې آنلاين فورمه لري او په هغې فورمې کې دې حروف په پښتو او دري ژبو او ارقام (اعداد) په انگرېزي ژبې وليکي او ټول بهير دې په دقيق سره پر مخ يوسي.
    د يادونې وړ ده چې په استول شويو برېښليکونو کې د آنلاين فورمې د ډکولو او استولو وروستنۍ نېټه د راتلونکې چارشنبې ورځ يعنې د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د زمري مياشتې شپږويشتمه (۲۶) ټاکل شوې وه، خو دا چې غوښتونکيو ته بسنده وخت ورکړل شوی وي چې په ډاډه زړه خپله فورمه ډکه او راواستوي، نو دغه نېټه د راتلونکې جمعې تر ورځې يعنې د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د زمري مياشتې تر اته ويشتمې (۲۸) نېټې پورې وغځول شوه.
    د لا زياتو معلوماتو له پاره د ماليې وزارت اړوند د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکيو د اړيکتيايي خدمتونو مرکز له زر (۱۰۰۰) شمېرې او يا له (info.ard@mof.gov.af) برېښليک سره اړيکې ټينگې کړئ.
    زموږ ماليه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی