• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د اکبر مؤسسې له رئيسې سره د عوايدو لوی رياست د منسوبينو کتنه

    0M1A4709.JPG

    4 اسد 1401
    ۴ زمری ۱۴۰۱ لمريز/ ۲۷ ذي‌الحجه ۱۴۴۳ سپوږميز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د اکبر مؤسسې (ACBAR, the Agency Coordinating Body for Afghan Relief & Development) له رئيسې آغلې ليزا کی پيپر او گډ مله پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د نادولتي مؤسسو (انجوگانو) د مالياتي چارو په اړوند يې سره هراړخيزې خبرې وکړې.
    آغلې ليزا په خپلو خبرو کې وويل: زه په خپله ډېره زياته مننه کوم چې موږ ته وخت راکړ چې راشو او له نږدې څخه د عوايدو لوی رياست له رهبرۍ سره ووينو او د نادولتي مؤسسو د مسايلو په اړه سره وغږېږو او دا يو ښه فرصت گڼم چې مخ پر مخ مسايل وڅېړل شي.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج د اکبر مؤسسې رئيسې ته د هرکلي تر ويلو وروسته وويل: د عوايدو لوی رياست ور تل د هر چا پر مخ پرانستی دی او هر څوک هر وخت راتللی او خپلې ستونزې اورولی شي او ان‌شاءالله چې موږ ټولو مسايلو ته پر خپل وخت رسيدگي کوو.
    په دغې ناستې کې چې د عوايدو لوی رياست تخنکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري، د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ښاغلي ندا محمد صديقي او نورو منسوبينو هم گډون درلود، تر هراړخيزو خبرو وروسته پر دې هوکړه وشوه چې د نادولتي مؤسسو او د عوايدو لوی رياست تر مينځ به يوه گډه کاري ډله رامينځته کېږي چې د مالياتي مسئلو او ستونزو په اړوند به سره بحثونه کوي او د حل لارې به ورته راوباسي.