• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو د عايداتي برخو له مسؤلينو سره غونډه

    4 اسد 1401
    ۲۷ ذي‌الحجه ۱۴۴۳/ ۴ زمری ۱۴۰۱
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې او د دغه رياست د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين په گډون د بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو د عايداتي برخو له مسؤلينو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه ترسره شوه.
    په دغې غونډې کې د گزارشونو او وړانديزونو تر وړاندې کولو وروسته په بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو کې د غيرمالياتي عوايدو د کسر د بشپړولو پر څرنگوالي بحث وشو او د ننگونو او ستونزو د لېرې کولو په برخې کې مناسبې حل لارې وړاندې شوې او د ټاکل شويو اهدافو د حصول په برخې کې اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د راټولو شويو غيرمالياتي عوايدو د زياتوالي په برخې کې د ځينو ادارو چارې وستايلې او د ځينو نورو ادارو چې د غيرمالياتي عوايدو د راټولولو په برخې کې تر (۳ زمري ۱۴۰۱) نېټې پورې تر خپلو اهدافو وروسته پاتې دي، د ستونزو د حل له پاره حل لارې بيان کړې او له هغوی څخه يې د گډو هڅو غوښتنه وکړه.
    د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين هم گډونوالو د ځينو اړينو لارښوونو د څرگندولو تر څنگ د دولتي ادارو او وزارتونو د عايداتي برخو د چارو د ښه‌والي په برخې کې د حل لارې وړاندې کړې او د غوره وړانديزونو د علمي کېدا برخې يې هم تشرېح کړې.
    د يادولو وړ ده چې د ټاکل شويو اهدافو د تر لاسه کولو او د اړوندو اړخونو د چارو د ارزولو په موخه به د هرو دوو مياشتو په پای کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست کې ورته غونډې ترسره کېږي.