• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د افغانستان د مالياتي ادارې، سيسټمونو او عايداتي سرچينې اړوند روزنيز ورکشاپ

    9 سرطان 1401
    ۹ چنگاښ ۱۴۰۱/ ۱ ذي‌الحجه ۱۴۴۳
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رياست له لوري د جهان پوهنتون د غونډو په تالار کې د دغه پوهنتون د اقتصاد او سوداگريزې ادارې د پوهنځيو محصلينو ته د افغانستان د مالياتي ادارو، سيسټمونو او د عايداتي سرچينو په تړاو روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
    د جهان پوهنتون رئيس ښاغلي ډاکټر عبدالحکيم نوري د پرانستې وينا په ترڅ کې وويل: ډېر خوښ يو چې د ماليې وزارت مسلکي ټيم زموږ ادارې ته راځي او زموږ د محصلينو له پاره ارزښتمن ورکشاپ جوړوي او دا ډېره غوره خبره ده چې دوی پوه شي چې افغانستان د مالياتو کوم ډولونه، سيسټمونه او عايداتي سرچينې لري.
    دغه روزنيز ورکشاپ چې د عوايدو لوی رياست د تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري له لوري پر مخ وړل کېده، په خپل ترتيب کړي پرېزنټېشن کې يې د افغانستان د مالياتو پر تاريخي پراختيا او بهير، د مالياتي قوانينو د تعديلاتو پر اړتيا، د مالياتي قوانينو له مخه د مالياتو پر ډولونو (پر عايداتو باندې ماليات، پر انتفاعي معاملاتو ماليات، موضوعي ماليات، ثابت ماليات، د جايدادونو او دارايۍ د لېږد ماليات)، مالياتي معافيت، د مالياتو پر تعيين او تحويل، د مالياتو د ورکړې پر مېتودونو، د ماليه ورکوونکيو پر حقوقو او مکلفيتونو او نورو اړخونو باندې هراړخيزه رڼا واچوله.
    د ورکشاپ په پای کې د محصلينو له لوري د فوق الذکر مواردو په اړه پوښتنې وړاندې شوې چې د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال له لوري ورته هراړخيز ځوابونه وويل شول.