• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د مالياتي محاسبينو د څلورمې دورې ازموينه واخيستل شوه

    b.jpeg

    4 سرطان 1401
    ۴ چنگاښ ۱۴۰۱/ ۲۵ ذي‌القعده ۱۴۴۳
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رياست د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رياست له لوري د گمرکاتو او مالياتو آکاډمۍ کې د مالياتي محاسبينو د څلورمې دورې له نومليکونکيو څخه ازموينه واخيستل شوه.
    په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست او د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپلې پرانستونکې وينا کې وويل: دا ستاسې په عبادت کې شمېرل کېږي چې د شفافو مالياتو په راټولولو کې له مالياتي ادارو سره اوږه په اوږه کار وکړئ او بيت المال ته عوايد په شفاف ډول راټول شي. که يو څوک د مالياتي فرار هڅه کوي او دغه راپور تاسې له مالياتي ادارو سره شريک کړئ، دا هم يو ډول عين عبادت دی چې د غلا مخه نيسئ.
    معراج زياته کړه: همدا تاسې يئ چې زموږ د مالياتي ادارو او ماليه ورکوونکيو تر مينځ د پول حيثيت لرئ او زه مو د يوه ښي لاس په ډول گڼم چې د مالياتي ادارو چارې اسانوئ او ستاسې په اړوند موږ ډاډ حاصلوو چې ستاسې په موجوديت کې به شفاف اظهارليک زموږ مالياتي ادارې ته راځي او په دې کې ستاسې ژمنتوب ډېر اړين دی.
    ورپسې د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري د مالياتي محاسبينو د ارزښت په اړوند هراړخيزه وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې وويل: موږ چې تاسې شارټ لېسټ کړي يئ، نو دا کار مو ستاسې د پوهې او علمي سويې اهليت ته په کتلو سره ترسره کړی دی، خو تاسې بايد پوه شئ چې دلته تاسې يو امانت هم درسپارل کېږي چې بايد د مالياتي ادارو او ماليه ورکوونکيو تر مينځ د ارتباطي پول د دندې د ترسره کولو تر څنگ امين هم واوسئ، ځکه چې د ملت حق يعنې ماليه، ماليه ورکوونکي ته ورپرېنښودل شي او يا دا چې پر ماليه ورکوونکي زياته ماليه رانه وړل شي او پر هغه دې ظلم وشي؛ نو په دې برخې کې توازن په کار دی.
    نوري په خپلو خبرو کې زياته کړه: دا چې پر تاسې باندې د مالياتي محاسب اعتماد کېږي، نو تاسې بايد په ټولنې او په ځانگړي ډول په مالياتي ادارو کې خپل اعتماد دومره لوړ کړئ چې کله ستاسې چمتو شوی اظهارليک مالياتي ادارې ته راشي، نو وويل شي چې د دغه مالياتي محاسب چمتو شوی اظهارليک د اعتماد وړ دی او بايد دغه اظهارليک او دوسيه بررسۍ ته ولاړ نه شي.
    په پای کې د عوايدو لوی رياست اړوند د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ښاغلي ندا محمد صديقي د ازموينې پر څرنگوالي هراړخيزې خبرې وکړې او د ازموينې د پاڼو په وېشلو سره له نومليکونکيو څخه ازموينه واخيستل شوه چې پايلې به يې وروسته اعلان شي.