• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د نړيوال بانک له استازيو سره خبرې وکړې

    23 جوزا 1401
    ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۱/ ۱۳ ذي‌القعده ۱۴۴۳
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د آنلاين ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان له پاره د نړيوال بانک له استازيو سره د پېژندگلوۍ غونډې په ترڅ کې د مالياتي او عوايدي چارو په اړوند هراړخيزې خبرې وکړې.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې وويل: موږ خوښ يو چې د ا.ا.ا. د نظام تر حاکميت وروسته د لومړي ځل له پاره د نړيوال بانک له استازيو سره مو مخامخ خبرې ترسره کېږي او شونې ده چې د گډو کارونو په ترسره کولو سره به د يوه پرمختللي افغانستان له پاره به په شريکه چارې ترسره کوو.
    معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: تر بل هر وخت دا مهال په افغانستان کې د کارونو د ترسره کولو له پاره ښه زمينه برابره ده او نړيوالې مرستندويې ټولنې په ډاډه زړه دلته کارونه کولی شي.
    د نړيوال بانک استازيو وويل چې دوی به ډېر ژر په خپله افغانستان ته راشي او بېلابېلې پروژې به پلې کوي او په ځانگړي د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست سره به په مالي او تخنيکي برخو کې هراړخيزې مرستې ترسره کوي.
    د يادونې وړ ده چې د چارو د ښې همغږۍ په موخه دواړو خواؤ (د عوايدو لوی رياست او د نړيوال بانک استازيو) د راتلونکيو غونډو پر جوړولو ټينگار وکړ.