• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا سرپرست رئیس وګومارل شو

    1.JPG

    17 جوزا 1401
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج له لوري ښاغلي حافظ شاه حسین چې مخکې یې د آزادۍ مطبعې د رئیس دنده ترسره کوله، د ولایتي عوایدو د انسجام او پراختیا ریاست د سرپرست رئیس په حیث د دغه ریاست کارکوونکیو ته وروپېژندل شو.
    ښاغلي معراج محمد معراج د حافظ شاه حسین د ګومارلو پر مهال وویل: د کارکوونکیو تغییر او تبدیل د ادارې له اصولو څخه دي، موږ او زموږ کاري ټیم هڅه کوو چې پر کار پوه، وړ او ژمن خلک د عوایدو لوی ریاست اړوند ریاستونو ته معرفي کړو.
    ورپسې د و لایتي عوایدو د انسجام او پراختیا پخواني رئیس ښاغلي مولوی احمدشاه شاکر، حافظ شاه حسین یو رښتينی، پر کار پوه او وطن ته ژمن شخص یاد کړ او د لایزال رب تعالی له دربار څخه یې ورته د خدمت کولو توفیق او بریالبتوب غوښتنه وکړه.
    د یادونې وړ ده چې د ګومارنې د دغو مراسمو پر مهال د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس ندا محمد صدیقي او یو شمېر نورو د عوایدو لوی ریاست منسوبینو ګډون کړی ؤ.