د بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو د عايداتي برخو له مسؤلينو سره غونډه
15 جوزا 1401
د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې او د دغه رياست د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين په گډون د بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو د عايداتي برخو له مسؤلينو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه ترسره شوه.
په دغې غونډې کې د گزارشونو او وړانديزونو تر وړاندې کولو وروسته په بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو کې د غيرمالياتي عوايدو د کسر د بشپړولو پر څرنگوالي بحث وشو او د ننگونو او ستونزو د لېرې کولو په برخې کې مناسبې حل لارې وړاندې شوې او د ټاکل شويو اهدافو د حصول په برخې کې اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د راټولو شويو غيرمالياتي عوايدو د زياتوالي په برخې کې د ځينو ادارو چارې وستايلې او د ځينو نورو ادارو چې د غيرمالياتي عوايدو د راټولولو په برخې کې تر (۳ غبرگولی ۱۴۰۱) نېټې پورې تر خپلو اهدافو وروسته پاتې دي، د ستونزو د حل له پاره حل لارې بيان کړې او له هغوی څخه يې د گډو هڅو غوښتنه وکړه.
د غيرمالياتي عوايدو رئيس ښاغلي امان الله امين د ځينو لارښوونو د څرگندولو تر څنگ پر گډونوالو ټينگار وکړ چې موږ بايد هڅه وکړو چې زموږ بوديجه له کورنيو عوايدو څخه تمويل کړو.
د يادولو وړ ده چې د ټاکل شويو اهدافو د تر لاسه کولو او د اړوندو اړخونو د چارو د ارزولو په موخه به د هرو دوو مياشتو په پای کې د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست کې ورته غونډې ترسره کېږي.