• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د صنعت او سوداگرۍ وزارت د حقوقي رئيس سره د عوايدو لوی رئيس ناسته

    9 جوزا 1401
    د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي معراج محمد معراج د صنعت او سوداگرۍ وزارت د حقوقي رئيس ښاغلي رفيع وردگ سره په خپل کاري دفتر کې غونډه و کړه.
    په دې غونډې کې چې د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال عبدالولي نوري، د گمرکونو لوی رياست مرستيال محمد عمر مومند او د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي ندا محمد صديقي هم گډون درلود، د پانگونې اړوند پر پرمختیایي چارو، پانگوالو ته د اړینو اسانتیاؤ پر رامينځته کېدا، د اقتصادي زونونو پر څرنگوالي او د هېواد پر بنسټیزو لومړیتوبونو هراړخیز بحثونه ترسره شول.