• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د گمرکونو او عوايدو معين: يوازې عوايدي هدف په پام کې نيول په کار نه دي

    ۱.JPG

    7 جوزا 1401
    د گمرکونو او عوايدو معين ښاغلي الحاج ملا محمد ناصر اخندزاده د معينيت د غونډو په تالار کې د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست اړوند د مالياتي حوزو له آمرينو او لويو مديرانو سره کتنه ترسره کړه او هغوی ته يې هراړخيزې سپارښتنې وکړې.
    د گمرکونو او عوايدو قدرمن معين په خپلو خبرو کې وويل: “يوازې عوايدي هدف په پام کې نيول په کار نه دي، بلکې موږ و تاسې بايد لا زيات کار وکړو، نوې عوايدي سرچينې ولټوو او په هيڅ ډول بايد په عوايدو کې کسر رامينځته نه شي.”
    هغه زياته کړه: “ښايي زه ځينې خلک وپېژنم او ښايي ځينې بالواسطه وپېژنم، خو د کار په ځای کې زه هيڅوک نه پېژنم او يوازې او يوازې ستاسې مستقيم رئيس او آمر پېژنم او که هغه ستاسې د چارو مثبته ارزونه ترسره او سپارښتنه وکړي، نو موږ کولی شو چې بيا ستاسې مسؤليت درلوی کړو، ځکه د غوره کارونو په ترسره کولو کې بايد يوه کارکوونکي ته مکافات ورکړل سي.”
    ورپسې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې وويل: “موږ و تاسې عوايد بايد په سم، شفاف، اصولي، قانوني او اخلاقي ډول راټول کړو او هغه عوايد بايد راټول شي چې عادلانه او قانوني واوسي، نه دا چې غيرعادلانه او له خلکو څخه په ظلم سره واوسي؛ د کوچنيو ماليه ورکوونکيو يوه پيسه ماليه موږ ته په ميليونونو ارزښت لري او له هغوی څخه د ماليې د حصول پر مهال بايد ډېر ښه سلوک وشي.”
    د غونډې په اوږدو کې د مالياتي حوزو د لويو مديرانو د ستونزو او وړانديزونو تر اورېدلو وروسته پر هغو هراړخيز بحث ترسره او اړوندو برخو ته اړينې لارښوونې ترسره شوې.
    د يادونې وړ ده چې د دغې غونډې پر مهال د عوايدو لوی رياست اړوند تخنيکي مرستيال ښاغلی عبدالولي نوري، د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رئيس ښاغلی مولوي فضل الرحمان فضلي او د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ښاغلی مولوي ندا محمد صديقي هم حاضر وو.