• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د تفتيش عالي ادارې له پلاوي سره ناسته وکړه

    25 ثور 1401
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج په خپل کاري دفتر کې د تفتيش عالي ادارې له لوري د دغه رياست د چارو د څارنې او ارزونې په موخه له رالېږل شوي پلاوي سره ناسته وکړه.
    د تفتيش عالي ادارې د پلاوي يوه غړي ښاغلي سيد دُرّالله د ادارې پر تاريخي شاليد او ترسره کوونکيو فعاليتونو په اړه د عوايدو لوی رئيس او ورسره همکارانو ته هراړخيز معلومات وړاندې کړل او په خپلو خبرو کې يې زياته کړه: “له څو ادارو څخه په استثنیٰ د تفتيش عالي اداره د هېواد د ټولو ادارو د ترسره کړيو چارو تفتيش (څارنه او ارزونه) له کومې شخصي سليقې او ذوق پرته ترسره کوي او موخه يې دا ده چې په چارو کې روڼتيا، حساب ورکول او کيفيت رامينځته شي.”
    هغه په خپلو خبرو کې وويل: “موږ چې کله د يوې ادارې د تفتيش بهير ته پای ته ورسوو، نو خپلې موندنې او سپارښتنې د يوه گزارش په ډول د همغې اړوندې ادارې له رئيس سره شريکوو او د هغوی د تائيد يا عدم تائيد نظر ورباندې اخلو.”
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج، د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال ښاغلي عبدالولي نوري او د بررسۍ رئيس عصمت الله سليمي د تفتيش عالي ادارې پلاوي ته د هرکلي تر څنگ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او څرگنده يې کړه چې د عوايدو لوی رياست د فعاليتونو تفتيش د دې لامل کېږي چې په چارو کې يې اصلاح راشي.
    د يادونې وړ ده چې د تفتيش عالي ادارې پلاوی په دې بهير کې د عوايدو لوی رياست اړوند د لويو، منځنيو، کوچنيو او بررسۍ رياستونو د ترسره کړيو چارو څارنه او ارزونه ترسره کېږي.