• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د غيرمعياري معدني اوبو او ناالکولي مشروباتو د توليد د مخنيوي په پار غونډه وشوه

    2.JPG

    1 حمل 1401
    ۱ وری ۱۴۰۱ لمريز
    د معدني اوبو او ناالکولي مشروباتو د توليد ټولنې د غوښتنې پر بنسټ د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج تر رياست لاندې او د گمرکونو د ملاتړ او پراختيا رئيس، د عوايدو د حقوقي خدمتونو رئيس، د عوايدو د سيسټم رئيس، د کابل ښاروالۍ د خوراکي توکيو د څار يا کنټرول آمريت د استازيو، د عامې روغتيا د حفظ الصحې ډيپارټمېنټ آمريت د استازيو، د صنعت او سوداگرۍ د نويو جوازونو د ثبت آمريت د استازيو او د معدني اوبو او ناالکولي مشروباتو د توليد ټولنې د استازي په گډون کولو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وشوه.
    په دغې غونډې کې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد د غيرمعياري معدني اوبو او ناالکولي مشروباتو په اړه چې د ځينو شرکتونو/ فابريکو په وسيله د روغتيايي سټنډرډونو پر خلاف بازار ته وړاندې کېږي، مفصل بحث وکړ.
    ښاغلي معراج وويل: حفظ الصحه د ټولو وگړيو له پاره يوه حياتي موضوع ده چې دا مهال په بازار کې تر سترگو کېږي او معدني اوبه او ناالکولي مشروبات په غيرمعياري بڼه د ځينو شرکتونو/ فابريکو په وسيله توليد او بازار ته وړاندې کېږي چې مواد يې د مصرفوونکيو له پاره مضر دي او د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو لامل کېږي.
    هغه زياته کړه: د زياترو دغو شرکتونو د فعاليت جوازونه ثبت (د عامې روغتيا محترم وزارت او اړوندو ادارو له لوري تائيد) نه دي او همدا راز دوی خپل مالياتي مکلفيتونه هم تأديه کړي نه دي او په ټيټ نرخ خپل توليدات بازار ته وړاندې کوي چې د دولت د عوايدو د ضايع کېدا او په همدې ډول په بازار کې د ناسالمې سيالۍ د رامينځته کېدا او هغو شرکتونو ته چې د ادارو له لوري د تائيد شويو قانوني جوازونو لرونکي دي، د اقتصادي تاوانونو د اوښتلو لامل کېږي؛ نو بايد د هېواد د ملي گټو په پام کې نيولو سره د غيرمعياري معدني اوبو او ناالکولي مشروباتو د توليداتو د څارنې او مخنيوي په موخه د عامې روغتيا محترم وزارت او نورو اړوندو ادارو د چک لېست پر بنسټ د ټولو ښاري ناحيو له پاره يو منظم ميکانيزم رامينځته شي.
    ورپسې گډونوالو له دغو ننگونو څخه د وتلو له پاره تر هراړخيز بحث وروسته پرېکړه وکړه چې د عامې روغتيا، د اوبو او انرژۍ، د کورنيو چارو او صنعت او سوداگرۍ وزارتونو او د افغانستان ملي سټنډرډ ادارې (انسا)، د کابل ښاروالۍ، د اوبو د تنظيم ادارې، د چاپېريال ساتنې ادارې، د خوراکي توکيو د څار يا کنټرول ادارې او نورو اړوندو ادارو يو گډ کميسيون رامينځته شي چې دغه محترمې ادارې په خپلو اړوندو برخو کې ستونزې په دقيق ډول وڅېړي او خپلې اړوندې وړانديزي طرحې د غونډې د يادونې له مخه زر تر زره ترتيب و تنظيم کړي او په بلې غونډې کې دې د بحث او تصميم نيولو له پاره وړاندې شي.