• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د گمرکونو او عوايدو معينيت له خدماتي کارکوونکيو سره وليدل

    277005341_146948067809116_5901965350483587307_n.jpg

    29 حوت 1400
    ۲۹ کب ۱۴۰۰ لمريز
    د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس او د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست ښاغلي معراج محمد معراج د دغه معينيت د خدماتي کارکوونکيو وړانديزونه او ستونزې واورېدې.
    په دغې ليدنې کې د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج خدماتي کارکوونکيو ته وويل، د اوسني نظام او د قوانينو پر بنسټ ټول مسؤليت لري چې د دندو د لايحې په پام کې نيولو سره خپل دنده‌ييز مسؤليتونه د اسلامي شريعت او د قانون د حکمونو په رڼا کې په بشپړ اخلاص او ايماندارۍ سره ترسره کړي او نور هم دې ته پرېنږدي چې له کاري چاپېريالونو څخه ناوړه گټه واخيستل شي.
    همدا راز هغه زياته کړه، کوښښ دې وشي چې کاري ځايونه په پرلپسې ډول سپېڅلي او زرغون وساتل شي.
    ورپسې د دغو کارکوونکيو وړانديزونه او ستونزې په مجلس کې وړاندې شوې او تر اورېدلو وروسته د عوايدو لوی رئيس او د گمرکونو او عوايدو معينيت سرپرست د دغې ادارې اړوندو برخو ته دنده وسپارله چې په چټکۍ سره دې دغه ستونزې حل شي.