• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د کابل ښار له هټيوالو سره وليدل

    IMG_3317.JPG

    28 حوت 1400
    ۲۸ کب ۱۴۰۰ لمريز
    د ا.ا.ا. د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د کابل ښار د بېلابېلو اصنافو د کوچنيو تشبثاتو له څښتنانو او هټيوالو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې د ليدلو پر مهال د هغوی هراړخيزې ستونزې واورې.
    د کوچنيو تشبثاتو د مالکينو او هټيوالو د نورو کوچنيو ستونزو د حل تر څنگ خپله ستره ستونزه او مطالبه دا وړاندې کړه چې د دوی د تېرو وختونو او کلونو ماليات دې له دوی څخه د قسطونو په ډول واخيستل شي.
    د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج له دغې مطالبې سره هوکړه وکړه او په خپلو خبرو کې يې زياته کړه: “دا چې تاسې په يوه وار خپل ماليات تاديه کولی نه شئ، نو په قسطونو مو خپل مالياتي باقيات تصفيه کړئ او همدا راز له تاسې څخه غواړو چې تر دې وروسته به ماليات پر خپل وخت او په شفاف ډول تاديه کوئ.”
    د غونډې په پای کې د کوچنيو تشبثاتو څښتنانو او هټيوالو د عوايدو لوی رياست د رهبرۍ مننه وکړه چې د دوی غوښتنه ومنل شوه.