• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د کسبگرو او هتيوالو د ملاتړ په خاطر مشورتي غونډه وشوه

    4.jpeg

    4 حوت 1400
    د کسبگرو او هتيوالو د ملاتړ په خاطر مشورتي غونډه وشوه
    ۳ کب ۱۴۰۰ لمريز
    د مالیې وزارت له لوري د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو د ملاتړ په پار مشورتي غونډه د مالیې وزارت په خیبر هال (سالون) کې وشوه.
    په دغې غونډې کې چې د عظیم الشان قرآن د سپېڅلیو آیتونو په تلاوت پیل شوه، د گمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج، د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو خونې رئیس نورالحق عمري او یو شمېر کسبگرو او هټيوالو او د ماليې وزارت منسوبينو گډون کړی ؤ.
    په دغې مشورتي غونډې کې د عوایدو د راټولولو په برخې کې د یوه منظم سیسټم پر جوړولو او له نارسمي اقتصاد څخه رسمي اقتصاد ته په راگرځېدلو هراړخیز بحث وشو او همدا راز د کسبگرو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او د حل لارې چارې ورته ولټول شوې.
    د یادونې وړ ده چې کسبگرو او هټيوالو د مالیاتو د راټولو په برخې کې له اوسني نظام سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.