معراج: ماليه لگښت نه، بلکې د هېواد د بيت المال پياوړتيا او د خلکو هوساينه ده
20 دلو 1400
۱۹ سلواغه ۱۴۰۰ لمريز
د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو خونې او د صنعت او سوداگرۍ وزارت په گډې همکارۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او له شرعي پلوه د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې د وړو متشبثينو رول، د کسبگرو مؤثر فعاليت او د کسبگرو د توليداتو لومړنی نندارتون تر سرليک لاندې غونډې کې گډون وکړ.
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې وويل: ماليه مصرف نه دی، بلکې پانگونه ده چې د راتلونکي نسل د ښې آیندې په موخه د هېواد په بيت المال کې راټولېږي او د عامه خلکو د هوساينې او پرمختگ له پاره لگول کېږي او په بيت المال کې د هېواد فرد فرد حق لري؛ نو په کار ده چې موږ ماليه د صدقې په نيت ورکړو او هېواد مو د ترقۍ مدارج ووهي او له نړۍ سره مو سيالي برابره شي.
معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: دا چې د کسبگرو او هټيوالو خونې استازيو مطالبه وکړه چې د دوی ماليه دې څلوېښت يا پنځوس سلنه راټيټه شي، موږ به يې تر پنځوس سلنې هم راټيټه کړو او نورې اسانتياوې به هم ورته چمتو کړو، خو په مقابل کې يې له دوی څخه هم تعهد غواړو، هغه دا چې د مالياتي فرهنگ په ترويج کې به له ماليې وزارت سره اوږه پر اوږه ودرېږي او ماليه به په شفاف ډول تاديه کوي.
د يادونې وړ ده چې د ويناوالو په برخې د افغانستان د کسبگرو او هټيوالو خونې رئيس نورالحق عمري، د اقتصاد وزير قاري دين محمد حنيف، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزير شيخ محمد خالد حنفي، د اطلاعاتو او فرهنگ نشراتي معين او د ا.ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد، د صنعت او سوداگرۍ وزات د وزير مشاور نجيب الله خادم، د کورنيو چارو وزارت وياند عزام مهاجر او نورو ويناوې وکړې.
https://www.facebook.com/ARDAfghanistan1000/posts/137544032082853