• زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکی info.ard@mof.gov.af
  • +۹۳ (۰) ۱۰۰۰

    د عوايدو لوی رئيس د افغانستان صرافانو ټولنې له غړيو سره غونډه وکړه

    4.JPG

    4 جدی 1400
    ۴ مرغومی ۱۴۰۰ لمريز/ ۲۰ جمادي الاول ۱۴۴۳ سپوږميز
    د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج د افغانستان د صرافانو ټولنې له مرستيال دادگل او غړيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې غونډه وکړه او د صرافۍ د اړوندو مالياتو په اړه يې هراړخيزې خبرې او بحث ترسره کړ.
    په دغې غونډې کې د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج په خپلو خبرو کې وويل: “موږ ژمن يو او په همدې ډول له صرافانو څخه هم غوښتونکي يو چې د دوه اړخيزې همکارۍ په چاپېريال کې فساد صفر ته راټيټ کړو، د بېلابېلو اصنافو له پاره اسانتياوې رامينځته کړو، ماليات په عدل سره تر لاسه کړو او د درواغو او غلاؤ فرهنگ په له منځه وړلو کې تلپاتي همکاران واوسو.”
    د خبرو او بحث پر مهال د صرافانو ټولنې دادگل او ورسره غړيو د مالياتو په برخې کې د صرافانو ستونزې او وړانديزونه بيان کړل چې د عوايدو لوی رئيس له لوري ورته د حل لارې په گوته شوې.
    د غونډې په پای کې څو گډې هوکړې پر دې وشوې چې صرافان به د ثابتې ماليې پر ځای د مالياتي اظهارليک په وړاندې کولو سره خپله ماليه تاديه کوي او همدا راز له صرافانو څخه د مالياتو د ټاکلو او اخيستلو له پاره به په گډه د عوايدو لوی رياست، د افغانستان او د صرافانو ټولنې د استازيو يوه کمېټه جوړېږي او د هغوی د گډې هوکړې په پايلې کې به د صرافۍ ماليات د يوه مشخص ميکانېزم له لارې وضع او راټولېږي.