د عوايدو لوی رئيس د دغه رياست اړوندو ادارو کتنه وکړه
3 میزان 1400
۳ تله ۱۴۰۰ لمريز/ ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۳ سپوږميز
د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې د دغه رياست اړوندې مالياتي ادارې (د لويو ماليه ورکوونکيو رياست، د کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياست، د غيرمالياتي عوايدو رياست، د عوايدو د سيسټم رياست، د بررسۍ رياست، د پاليسۍ او حقوقي خدمتونو رياست، د عوايدو د پلان، تحقيق او ارزونې رياست) وکتلې او په دغې کتنې يې د اړوندو مالياتي ادارو د کارکوونکيو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او د حل په موخه يې لارښوونې وکړې.
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج راغليو کارکوونکيو ته جدي لارښوونه وکړه چې هغه نور کارکوونکي چې ادارو ته د چارو د پر مخ بېولو له پاره نه حاضرېږي، خبر کړي او د غفلت پر مهال به ورسره قانوني چلند وشي.
دغه کتنې په داسې حال کې ترسره شوې چې د عوايدو لوی رياست اړوند تخنيکي مرستيال ښاغلی عبدالولي نوري او د ولايتي عوايدو د پراختيا او انسجام رئيس ښاغلی احمد شاه شاکر هم موجود وو.