د عوايدو لوی رئيس د هېواد د بېلابېلو کسبگرو له استازيو سره وکتل
31 سنبله 1400
۳۱ وږی ۱۴۰۰ لمريز/ ۱۵ صفرالمظفر ۱۴۴۳ سپوږميز
د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزارت د گمرکونو او عوايدو معينيت اړوند د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج د افغانستان د سوداگريزو خونو او د بېلابېلو ولايتونو د شرکتونو څښتنانو، صنعتگرو، کسبگرو او د اصنافو له بېلابېلو استازيو سره د گمرکونو او عوايدو معينيت د غونډو په تالار کې وکتل.
په پيل کې راغليو استازيو خپلې ستونزې او وړانديزونه بيان کړل او په خپلو خبرو کې يې وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د نوي نظام په راتلو سره يې هيله مندي زياته شوې ده، ځکه چې په دغه نظام کې د اداري فساد هيڅ تصور نه کېږي، نو همدا لامل کېږي چې د هېواد عوايد به لوړ شي او افغانستان به پر ځان بسيا شي.
په همدې ډول دوی زياته کړه چې دوی به د ماليې وزارت سره هراړخيزه همکاري کوي، مشورې به ورکوي او د شفافې ماليې په ورکولو سره به اداري فساد صفر ته راټيټوي او افغانستان به پر خپلو پښو ودروي.
د عوايدو لوی رئيس ښاغلي معراج محمد معراج راغليو استازيو ته وويل: “موږ د ريفورم له پاره راغلي يو او مصمم يو چې اصلاحات پلي کړو او د اصلاحاتو په برخې کې ستاسې هر ډول وړانديزونه او طرحې په ورين تندي سره منو.”
ښاغلي معراج په خپلو خبرو کې زياته کړه: “دغه نظام د سپېڅليو شهيدانو په وينو سره گټل شوی او رامينځته شوی دی او موږ بايد اداري فساد صفر ته راټيټ او عوايد په سم ډول راټول کړو، ځکه چې دا د ملت حق دی او په دې کې د هېواد د هر بچي برخه شته.”
د عوايدو لوی رياست د راغليو استازيو د ستونزو تر اورېدو وروسته هغوی ته د حل له پاره بشپړ ډاډ ورکړ او دوه اړخيزې ژمنې وشوې چې د چارو د لا ښه والي له پاره پرلپسې غونډې ترسره کوي.